د يو شمېر نشيي توکو او وسلو د نيولو خبر ورکړل سو
عطاالله محمدي
لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د څانګي څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په کندهار او لغمان ولايتو کي يې د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي چي د بهرنيو او افغان سرحدي پوليسو له لوري ترسره سول شاوخوا ١٥٠٠ کېلوګرامه نشيي توکي او يو شمېر وسلې نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه نشيي توکي او وسلې يې د کندهار په سپين بولدک او پنجوايي ولسواليو کي موندلي دي خو په لغمان ولايت کي يې کوم ځاى نه دئ په ګوته کړى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .