تازه خبر : د ناټو پنځه پوځیان ووژل سول
د بی بی سی نړیواله څانګه او ناټو خبر ورکوی چی طالبانو نن د جلا جلا حملو په تر څ کی پنځه بهرني پوځیان ووژل یعنی : درې په لویدیځ کی ماین په هوا کړل ، څلورم یې په ختیځ کی مخامخ وویشتل سو او پنځم یې هم په جنوب کی ماین والوزاوه .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، ویل کیږی چی یو امریکایی عسکر د خپلو هغو ټپونو څخه وړمه ورځ د کندهار د هوایی اډې سره په « غونډۍ غره » کی مړ سو چی پر ماین ختلی و .
په دې سره د اکتوبر په روانو ۱۴ ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۳۸ ته ورسېدل چی ۲۵ یې امریکایان دي .