يو ميليارډ وږي انسانان و بشريت ته د « آزاد بازار» تحفه!
د ۲۰۱۰ م کال د اکتوبر ۱۶ مه
د شرم امپراتوري؛
«هغه کوچنی چي نن د لوږي څخه مري، وژل کيږي »
د غذا د نړۍ والي ورځي په بانه
د اکتوبر شپاړلسمه د فاو(FAO ) Food and Agriculture Organization of UN يا د غذا او زراعت د سازمان د تأسیس نېټه ده . دغه ورځ هر کال د غذا د نړۍ والي ورځي په نامه لمانځل کيږي . فاو چي په نړۍ کي د لوږي د امحاء سره د مبارزې د لارو چارو لټول د خپل سازمان اصلي هدف ټاکلی دئ د غذا د حق په اړه د ملګرو ملتو د سازمان تر ټولو لويه تخصصي مؤسسه ده . ددغه نهاد بنياد په ۱۹۴۵ م کال کي په همدې ورځ د کاناډا د کيوبک په ښار کي Quebec City ايښودل سوی او نن ۱۶۹ هيوادونه په هغه کي غړيتوب لري .
په ۱۹۴۸ م کال کي د بشر د حقوقو نړۍ واله اعلاميه د لومړي ځل د پاره و غذا ته د لاسرسي حق د بشر د حقوقو يو بنيادي حق و ګاڼه او دولتونه يې په دې مکلفه و بلل چي و غذا ته د خپلو اتباعولاس رسي تأمين کړي . وروسته بیا همدغه اصل د نړۍ واله ميثاقو جز وګرځېد او په ۱۹۶۶ م کال کي د ۱۵۶ هيوادو لخوا تصويب سو .
و غذا ته د انسان اړتيا يوه بيولوژيکي تقاضا ده . هر انسان په هماغه اندازه چي و اوبو او هوا ته احتياج لري، د ژوند د بقا د پاره و غذا ته هم اړتيا لري . و غذا ته لاسرسي نن دبشر د حقوقو د مجموعې څخه يو نه بېلېدونکی او اساسي جز دئ . يو زيات شمېر نړۍ وال نهادونه سته چي د غذا په عرصه کي مصروفه دي ، ددې ټولو په سر کي په ملګرو ملتو پوري تړلی همدغه د فاو په نامه د غذا او زراعت سازمان او د نړۍ د غذايي پروګرام دئ . د فاو سازمان و بشر ته د غذايي امنيت په هکله د نړۍ والي ټولني و ذهني انسجام ته تحرک ورکوي تر څوپه نړۍ کي پر لوږه او فقر باندي غلبه حاصله سي . خو ددغه سازمان د ټولو تلاښو سره سره د غذا د امنيت مسئله نن په نړۍ کي د يوه جدي معضلې په حيث پاتې ده . د سرمايه دارۍ په پرمختللي هيوادو کي عموماً « د بيان د آزادۍ حق»، د « دين او مذهب د آزادۍ حق» او نور ډير مدني او فردي آزادۍ په رسميت منل سوي دي ، خو « و غذا ته د لاسرسۍ د آزادۍ حق» نسته . اساسي پوښتنه داده چي آيا دغه نهادونه به و کولای سي په نړۍ کي د مرګ او ژوند تر منځ دغه روانه غميزه په دغه اوسني حاکم سیسټم کي اداره کي ؟ آيا هغوی به په دې و توانيږي د لوږي او فقر بنيادي عوامل او ريښې له منځه يو سي ؟ ددې پوښتنو ځواب روښانه نه دئ . هغه څه چي روښانه دئ هغه دا چي غذا او د انسان امنيت د نړۍ د امنيت او د هغه د سرنوشت سره غوټه سوی دئ او دغه شاني پيوند نړۍ واله ټولنه متأثره کړې ده .
د معاصري نړۍ د ځانګړتياوو څخه يو هم د هغه موضوعاتو اهمیت دئ چي د انسان د امن سره تړاو لري البته دامنيت مسئله يوازي په هغه عام چوکاټ کي نه ارزول کيږي لکه څنګه چي معمول ده، بلکه د اقتصادي او اجتماعي ژوند په ډېرو نورو ابعادو کي هم داسي مسائل سته چي د امنيتي د يدګاو له نظره و هغه ته پاملرنه کيږي . په دې لړ کي غذا خپل خاص ځای پيدا کوی . ددې حاکم نظام د ورستيو مالي بحرانو په روښنایی کي د هر اړخيز امنيت د تأمين د پاره غذایی امنيت زیاته اهميت پيدا کړی دئ . دغه پاملرنه نه يوازي د محلي اوملي مواردو په خاطر بلکه په نړۍ وال ډګر کي د غذا سیاسي او امنيتي اړخونه تر ټولو زیات برجسته دي . غذا ، سیاست او د نړۍ امنيت يو د بل سره اخښل سوی او يو د بل سره تحليل او تجزيه کيږي .
د فاو (FAO ) په تازه خپور سوي ګزارش کي ويل کيږي چي په نړۍ کي همدا ګړی تر يوه ميلياړد زیات انسانان وږي دي . د نورو احصايو له رويه هم د هغه انسانانو شمېر چي د غذا څخه محرومه او د لوږي په مرګوني منګولو کي را ګير دي او يا د سوء تغذي سره لاس او ګرېوان او د هغه د عواقبو څخه متأثره دي ، په دې ورستيو دوو لسیزو کي چي د سرمايې د ګلوبلايزېشن لسيزي ياديږي په بې درکه توګه زيات سوي دي . دم درحاله د نړۍ نفوس شپږنيم ميليارډه تنو ته رسيږي چي نيمايي يې په ښارو کي ژوند کوي او پاتي نيما يي يې په کلو او بانډو کي اوسيږي چي د ژوند د اړتياو د پوره کولو د پاره هغوی هم مجبوره کيږي کلي پرېږدي و ښارو ته را مات سي . ويل کيږي چي د نړۍ نيم نفوس د ورځي تر دو ډالرو په لږ پیسو ګزاره کوي او خپل ژوند په لوږه اوسوء تغذي کي تيروي ، يو ميليارډ انسانان د چښلو صحي اوبو ته او دوه نيم ميليارډه يې و دوا او د صحي لومړنيو مرستو ته لاسرسي نلري . د يو ميليارډ نه زيات انسانان بې کوره په خرابو کي، په متروکه ځايو کي پر سپين ډاګ شپه سبا کوي .
هغه نړۍ واله غونډه چي د فاو لخوا په ۱۹۹۶ م کال کي په روم کي جوړه سوه په هغه کي تعهد سوی وو چي تر ۲۰۱۵ م کال پوري به د فقر دغه موجوده شرمناکه رقم د سالمو تدابيرو په نيولو سره تر نيمايي پوري را کښته کړي .د رواني زريزي په پيل کي هم د ملګرو ملتو غړي هيوادو د خپلي اعلاميې په ترڅ کي د لوږي د امحا پر تدابیرو باندي تاکيد و کړ. پنځه کاله بعد دغه هدف د نيويارک په نړۍ واله غونډه کي هم مطرح او پر هغه باندي ټينګار وسو . خو اوس ليدل کيږي هر څونه چي ډېر وخت تېريږي و دغه انساني لانجې ته د حل لاره د سراب غوندي نا رسه ښکاري او هدف ته نه رسيږي ، د وږو انسانانو رقم زياتيږي او فقر او لا نورهم ورځ په ورځ د جهاني کېدو خوا ته ځان غزوي او د بېشماره انسانانو ژوند اخلي .
د لوږي او فقر د را ټيټېدو هدف ته د نه رسېدو علتونه په لومړي سر کي د آزاد بازار غير مسؤلانه قوانين په ګوته سوي دي چي د بازار د سود خورانو او لويومحتکرینو په ګټه کار کوي او وروسته دلته ددې کار د مخنيوي د پاره دبودجې کمي ښودل سوې ده ، يا په بل عبارت هغه لږ پيسې چي په دې لاره کي باید وقف سوي وای هغه په عراق او افغانستان کي د امريکا داستعماري جګړو قرباني سوي دي، يا د هيوادو په بېحسابه پوځي لګښتو باندي لګېدلي دي اويا د وروستي نړۍ وال مالي بحران تر سر جار سوي دي . په داسي حال کي چي په نړۍ کي د يوميليارډو انسانانو ژوند د غذايي بحران له کبله تر جدي تهديد لاندي دئ، د امريکا ۵۸ فيصده احتياطي بودجه په پوځي برخه کي لګيږي . د اينډپنډنټ د موسسې د روبرټ هيګز (Robert Higgs) د قوله ويل کيږي امريکا په ۲۰۱۰ م کال کي ۱۰۲۷/۸ ميليارډه ډالر يعني د يوه ټريليون نه زیاتي پيسې په پوځي اموراتو کي مصرف کړي دي .په ټوله نړۍ کي يې ۸۲۰ پوځي اډو ته موډرنه سلاوي تهيه کړي دي . د خبري آژانسو له قوله د نړۍ په تور بازار کي د ورځي ددوه نيم ميليارډه ډالرو په بيه دثقیله وسلو او تجهيزاتو غير قانوني خرڅلاو، معاملې او سوداوي تر سره کيږي ، ددې وسلو څخه عمدتاً په هيوادو کي د ثبات د خرابۍ اود جنایت کارانه اهدافو او ټروريستي عملياتو د پاره کار اخيستل کيږي .
دبلي خوا بیا د مريل لينچ (Merrill Lynch Institute) په نامه يوې تحقیقاتي موسسې خبر ورکړ ی دئ چي د نړۍ د ثروتمندانو شمېر چي په ۲۰۰۶ م کال کي يو ميليون تنه وو د لومړي ځل د پاره په دې ورستيو کي دغه رقم و ۱۰ میلیونو کسانو ته رسېدلی دئ چي د تاريخ په اوږدو کي بې ساری وو . ددغه ۱۰ ميليونو ثروتمندانو دارا يي ۴۱ زره ميليارډه ډالر بر آورد سوېده . خو د لوږي څخه د ورځي يولک انسانان مري او د وږو انسانانو رقم تر پخوا درې سوه ميليونه زیات سوی او نن سبا تر ميليارډ اوښتی دئ .
فقر او لوږه د سیاسي هدفو د پاره
دوه کاله پخوا کله چي د جي ۸ هيوادو مشرانو په جاپان کي د نړۍ د غذايي بحران په هکله جلسه جوړه کړه ، په هغه وخت کي د نيويارک ټايمز ورځپاڼي کښلي وه چي « کوم غذايي بحران چي په نړۍ کي يې په سلهاوه ميليونه انسانان د فقر او لوږې سره مخامخ کړي دي ، دا داسي بحران نه دئ چي ګويا د طبیعت لخوا پر بشر باندي تحميل سوی او يا يوه آسماني ټکه وي، بلکه دا بحران پخپله د بشر دلاس محصول دئ . دغه بحران هم د انرژۍ په حوزه کي او هم د زراعت په برخه کي د غلطو سیاستو او د بد مديريت نتيجه ده … امريکا او اروپا ددغه بحران اصلي عاملين دي »…
په واقعيت کي د پانګي اچوني لوی کنسرنونه، د تقاعد صندوقونه او هغه لوی بانکونه چي د اسهامو په خرید او فروش کي فعاليت کوي نن د يوه سره د غذایی بحران او د غذایی موادو د نرخ د فاجعه آمېزه جګېدو اصلي مقصرين دي . دغه کنسرنونه لکه د پخوا پشاني حالت کي نه دي چي يوازي به يې د تيلو او سروزرو پر نرخو باندي شرطونه تړل ، بلکه نن هر هغه څه چي خوړل کيږي د غنمو او غوښو، څخه نېولې بیا تر روميانو او حتی دخوګ تر کولمو او دلبندانو پوري لا مخکي تر مخي يې سوداوي کوي . د خوړو او اومو موادو په سر د بورس په بازار کي افسانوي رقم پيسې تا و بالا کوي ، د غنمو ، وريجو ، دانو او نورو توکو د نرخ د لوړېدو باعث کيږي، په دې ډول ده چي همدغه لوی کنسرنونه، مالي نهادونه او حتي کوچني سهم لرونکي حلقې د خپلي ګټي د پاره ددغه موادو محتکرين دي چي په لوی لاس د نړۍ په فقر او لوږه کي سهم اخلي .
بي بارک د امريکا د سانفرانسسکو د نړۍ وال فوروم معاون او سیاسي کارپوه لا پخوا ويلي وه چي « تاريخي مبارزه جريان لري ، داسي مبارزه چي په پای کي به ددې خاوريني کرې دانسانانو راتلونکې ټاکي . داسي مبارزه چي تر دغه جاري جګړو به لا ډېره کارنده او ټاکونکې وي کوم چي د تيلو، ټروريزم يا د سیاسي ايډيالوژيو د پاره تر سره کيږي . ددغه مبارزې محوري ټکی په دې مسئلې کي پروت دئ چي دا به څوک وي چي په نهايت کي به د نړۍ د غذايي موادو کښت، توليد او د هغه د تقسیم کنټرول به په لاس کي نيسي »
هنري کسينجر چي د امريکا کيندلی او کهنه پيخه سیاستپوه دئ نوموړي هم ان په تېره اويايمه لسیزه کي ويلي وه چي : « هغه څوک چي د تيلو کنټرول په لاس کي لري په داسي موقعيت کي به ځای نيسي چي ټوله ملتونه کنټرول کړي، خو هغه څوک چي غذايي مواد کنټرولوي، نو هغه به بيا ټول ا نسانان کنټرول کړي » .
پروفیسرجين زيګلر (JEAN ZIEGLER) سويسي ټولنپوه او سياست دان چي د جهاني کېدو د طرحي سره يو تر ټولو مشهور ه منتقد دئ، د کلو راهيسي يې د لوږي اوفقر پر ضد مبارزه کړېده ، نوموړی د اوږدې مودې د پاره د خپل هيواد په ملي شورا کي د خلکو نماينده وو . هغه د ۲۰۰۰ م او ۲۰۰۸ م کلو په مابین کي د غذا د حق په چارو کي د ملګرو ملتو د سازمان خاص ګزارشګر وو . پروفیسر زيګلر په ۲۰۰۸ م کال کي د بشر د حقوقو د مشاورانو د انجمن غړيتوب هم تر لاسه کړی دئ . زيګلر په خپل مشهوره کتاب « د شرم امپرا طوري» (The Empire of Shame) په نامه کي چي نړۍ وال شهرت لري د لويو قدرتو لخوا د نړۍ د بيا فيوډالي کېدو و خواته د شوه کېدو اندېښنه بيان کړې ده . هغه وايي نړۍ په وروستيو لسيزو کي بې درکه ثروتونه تر لاسه کړي دي، نړۍ واله سوداګري په دغه تېر ۱۲ کالو کي درې چنده زياته سوې ده، د نړي ناخالص ملي توليدات نيژدې دوه واره زیات سوي دي . بشر په تاريخ کي د اول وار دپاره پرعيني کمبوداتو باندي غلبه حاصله کړې ده، په مادي لحاظ بشر د عامه سوکالۍ و رويا ته ځان رسولی دئ . خو ددې ټولو سره سره همدا اوس د نړۍ د فيوډالي کېدو خوا ته يوه هر اړخيزه او بد خويه هڅه روانه ده . د نوي مستعمراتو اربابان، څو مليتيزه کنسر نونه ، د نړۍ ثروتونه په خپل تصرف کي راوړي دي . دغه فيوډالي بابايي د فرانسې د انقلاب د اریسټوکراسۍ د زمانې په تناسب زره ځله بې رحمه سوې ده .
زيګلر وايي نن سبا چي د کنسرنونو د مشروعيت د نظريې سره واشنګټن موافقه کړې ده . د دغه توافق په اساس په ټوله نړۍ کي بايد د ليبرالیزه کېدوه پروسه تکميله سي . يعني داچي ټوله شيان، ټوله سرمايه او د ژوند په هره برخه کي د خدماتو ټول بهير بايد شخصي او د ګټي پر اصولو بنا سي . په دې توګه ددې پسته به حتی د اوبو غوندي د يوې داسي حياتي او دعمومي استفادې ماده، په دې نامه به نور داسي څه نه وي پاتې . د انسانانو، د حيوانانو او نباتاتو ژينونه هم لا هغوی په خپل تصرف کي راوړي اود ګټي د پاره يې ثبت کړي دي . ټوله شیان د شخصي ګټي د پاره سودا ته لويږي . و دې هدف ته د رسېدو د پاره کنسرنونه د ډله ييزه وسلو د جملې څخه دوه ډوله وسلې په کار اچوي . ددغو دوو وسلو څخه يوه يې لوږه ده او بل يې پور ، ددغه دوو وسلو عملي کول به و بشریت ته خورا وحشتناکه عواقب ولري . د وږ و انسانانو شمېر تل د زياتېدو په حال کي دئ په داسي حال کي چي د نړۍ ننی اقتصاد ددې توان لري چي په آساني سره ان و ۱۲ ميليارډه انسانانو ته خواړه برابر کړي، خو د غذا د نړۍ وال سازمان د ګزارش په اساس همدا اوس هره ورځ يو لک انسانان د لوږي او يا د هغې د عواقبو څخه مري . يعني همدا لحظه چي تاسو دغه ليکنه لولی په هر پنځو ثانيو کي يو تر لسو کالو کوچنۍ ماشوم د لوږي او سوء تغذي څخه سا ورکوي . دلته د غذا کمبود نسته، هيڅ يوه طبيعي بلا يا داسي کومه آسماني ټکه نه ده لوېدلې او نه هم ددې ډله ييزه سلاخۍ په خاطر د جبر او يا تقدير کومه داسي خبره سته چي په مساجدو او کليساوو کي کيږي . دغه کوچنی چي نن د لوږي څخه مري ، سم دم وژل کيږي .
داسي اټکل کيږي که بشر په دې و نه توانيږي چي خپل ځان تر راتلونکوڅلوېښتو کالو پوري د نيو ليبراليزم « د آزاد بازار» ددغه هيولا څخه خلاص نکړي ، دغه رقم به ۳۰۰٪ زيات سي .
د نړۍ وال بانک د احصايې د رويه پروسږکال د نړۍ تر ټولو لوی کنسرنونو په سلو کي ۵۲ د ټولي نړۍ پر توليداتو باندي تسلط لاره . دغه مالي سرمايه د څو تنو غربي اليګارشيو په لاس کي لوېدلې او دوی ځانونه دداسي قدرت خاوندان ګرځولي دي چي د بشریت په تاريخ کي هيڅ يوه پاچا، يوه قيصر يا کوم پاپ په واک کي نه درلودله . غرب چي د نړۍ د نفوسو څخه نيژدې ات نيم په سلو کي جوړوي او تر ټولو يو کوچنی اقليت دئ، دا ۵۰۰ کاله کيږي د مځکي پر کرې باندي خپل قدرت چلوي او څو سوه کاله کيږي د برده ګانو په خرڅولو او استعماري کړو وړو بوخته ده . د جنوب ملتونه د غرب و سرمايه داره او استثمارګره کنسرنونو ته د مالي ډيکټاټورانو په سترګه ګوري . دا ځکه چي هغوی د سر په سترګو ويني هغه کسان چي د نن ورځي متمدنه برده لرونکي دي هغوی د بورسو په بازار و کې ځانونه ځای کړي دي، دا دوی دي چي په خپلو نيرنګو او فريب کاريو سره په نړۍ کي د لومړنيو موادو ښارګونه په لاس کي نيولي او نرخونه يې ور ټاکي . که څه هم هغوی د سترګو څخه نیهامه دي خو همدا دوی دي چي نن د نړۍ د يو ميليارډ او دوه سوه ميليونو انسانانو د لوږي مسؤليت په غاړه لري . غرب و دغه ظالمانه کړو ته چي پر جهان باندي تحميل سوی دئ، هغه ته «نوی نظم » وايي ، خو دغه «نوي نظم» په چور ، چپاول، فساد او جګړو باندي پايي ، همدغه کنسرنونه دي چي په ډيرو هيوادو کي يې فاسد عناصر د ډيموکراسۍ په نامه د قدرت پر ګدۍ کښېنولي دي تر څو خپل استعماري قرار دادونه ورباندي امضا کي !
بشري ټولنه په دې پوهيږي چيرپه نړۍ کي د لوږي غميزه او د غذا و بحران ته خاتمه ورکول ناشُده کار نه دئ ، ځکه د هغه منبع معلومه او د خاص هدف د پاره تصنعي جوړ سوی دئ ، خو له منځه وړل يې ددغه اوسني ظالمانه نظام په بطن کي زموږ تر تصور زیات مشکل کار دئ . ځکه دا بحران د همدې غیر عادلانه نظام زېږنده دئ . د فقر اولوږي بحران او د هغه غزېدنه نن داسي خطرناکه مسئله ده چي په نړۍ واله کچه خاصتاٌ په سرمايه داري هيوادو کي خورا شديد اقتصادي، امنيتي او اجتماعي ګډوډۍ را منځته کولای سي . په اوسني شرايطو کي د ټولنيز عدالت تأمين يو سټراتيژيک ضرورت دئ چي په انسانانو کي و سوله ييز ژوند ته د اميد حس پياوړی کوي او د هغه خشونت او بلواو مخه نيسي چي عامل يې د نيو محافظه کارانو تحقیر آمېزه او استعماري سیاستونه دي . دا خبره بايد ياده سي چي د ټروريزم پر تحليل باندي ډېر په دې عقيده دي چي هغه مالي او اقتصادي بحرانونه، ډېوالي توبونه او بېکارۍ چي دلويو صنعتي غولانو او د څو ملتيزو لويو شرکتو او نورو شخصي مالي نهادو د يو ځای کېدو په نتيجه کي را منځته سوي دي، د بېکارانو لوی لښکر جوړوي او هغوی دې ته اړ باسي چي په هر « ټروريستي» کار لاس پوري کړي .
د زيګلر په عقیده ددې انساني بحران څخه د راوتو د پاره وار دمخه بايد ددغه سيسټم نظري مشروعيت يعني د کنسرانو سره د واشنګټن د يوځای کېدو او توافق او د طبيعت د اقتصادي کېدلو او يا په خپل قيد کي د هغه د راوستلو ايډيا چي يوه جنون آمېزه پديده ده بايد له منځه ولاړه سي . وروسته بيا ددغه اقليت واکمني چي دټولي نړۍ اقتصادي ښارګونه يې په خپله ولکه کي راوستي دي ونړيږي، دا کار پخپله د وجدان د سرکښيو په نتيجه کي او د ټولنيزه قيامو دسازماندهي دلاري تر لاس لاندي نيول کيږي . داځکه چي دغه ننی نړۍ وال نظام و ټولو هغه ارزشو او دروښانفکرۍ د نهضت و ټولو هغه نهادو ته دپای ټکی ايښی دئ کوم چي تر دا اوسه پوري موږ د هغه تر سايې لاندي ژوند کاوه ، يعني د بشر د حقوقو د هغه لومړنيو ارزشونو مرګ . دلته به يا د کنسرنو د قدرت مزي سره شليږي، يا به د ډيموکراسۍ . دغه تمدن هماغسي چي نن د ملګرو ملتو د منشور په ۱۱۱ مادو کي ثبت سوی دئ بالا ختميږي او د ځنګله قانون به حکم چلوي . دا يوه جدي مسئله ده که يې مخه و نه نيول سي د بشر راتلونکې د همدغه شاني يوې فاجعې سره مواجه کېدای سي .
مأخذ او منابع :
زما شخصي ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه ؛
http://en.wikipedia.org/wiki/Food_and_Agriculture_Organization
http://www.fao.org
http://en.wikipedia.org/wiki/Jean_Ziegler
http://www.bbc.co.uk/persian/world/2010/10/101011_l15_global_hunger.shtml