زابل: د ملکي خلکو پر موټر د ماین چاودني درنه مرګ ژوبله اړولې

34 | اکتوبر 16th, 2010


تیره ورځ ماځیګردکابل کندهارپرلویه لاره دزابل وه مرکزکلات ښارته څیرمه دهمنددپله په سیمه کي دملکي خلکودسپرلۍ پرموټرباندي دسړک دغاړي سره دیوه ښخ شوي ماین چاودنه شوې، چي دچارواکوپه خبره درنه مرګ ژوبله ئي ور اړولې ده.
پیښه دزابل دوالي ویاندمحمدجان رسولیارتائیده وي او وائي چي نهه تنه ملکي وګړي وژل شوی اوڅلورتنه نورټپیان شوي دي، چي ټپیان دسیمي څخه بهرنیوځواکونودځان سره دتداوي لپاره وړي دي.
دپيښي پړه دولتي چارواکي پروسلوالوطالبانوباندي وراچوي خوطالبانولاتر دامهاله څه نه دي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024