د ملکی افغانانو قاتل امریکایی عسکر نه وژل کیږی
د اسټرالیا ( سنډې مارنینګ هیرالډ ) نومې خپرونه د اسوشیټیډ پریس په حواله لیکی چی امریکایی پوځ ډاډ ورکړی چی هغه امریکایی عسکر ته به د مرګ سزا ورنکړه سی چی په کندهار کی یې درې ملکی انسانان د لوبو او ساعتیري په توګه وژلي وو . دغه ۲۲ کلن عسکر ( جیرمی مارلوک ) وایی چی زما سره دوو ـ درو نورو پوځیانو هم دغه ملکی انسانان ووژل او هغوی مو په لاسی بمونو ټوټې ټوټې کړل .
د ده مدافع وکیل وایی څنګه چی دغه عسکر دوه ځله لږ زخمی سوی دی نو ځکه به د مرګ سزا ورنکړه سی . خبر زیاتوی چی هسی هم د ۱۹۶۱ راهیسی هیڅ کوم امریکایی عسکر د بهرنیو اتباعو د وژلو په اتهام نه دی وژل سوی ، خو د دوی وژونکي به هرو مرو وژل کیږ ی .