د ناټو وژل سوي اووه پوځیان امریکایان وو
پنتاګون اعلان وکړ چی په تیرو دوو ورځو کی په افغانستان کی د ۱۳ وژل سوو بهرنیو پوځیانو څخه ۷ یې امریکایان وو . دا پوځیان په اکازﺉ کلی ، دره بوم ( مقر ) او هلمند کی وژل سوي دي .
په دې اعلان سره د امریکایی پوځیانو تلفات د اکتوبر په روانو ۱۶ ورځو کی ۳۲ ته ورسېدل .