د کال دانې ناروغي ۱۳ ملیونه افغانان تهدیدوی

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 16th, 2010


اسوشیتیډ پریس د ملګرو ملتونو د روغتیایی څانګې ( ډبلیو ، ایچ . او .) په حواله خبر ورکوی چی په افغانستان کی د کال دانې او لشمانیا ناروغي چی څیره ټپینه او بدرنګه کوی ، په سرعت سره زیاتېدونکې ده . دا ناروغي د یو ډول ریګی مچ څخه اخیستل کیږی او هغه د خپلو هګیو د ودې لپاره انسانی یا حیوانی وینی ته اړتیا لری .
نړیواله روغتیایی څانګه وایی چی اوس ۱۳ ملیونه افغانان د دې ناوړه ناروغۍ تر ګواښ لاندی شپې سبا کوی . راپور زیاتوی چی د کال ۲۰۰۰ په حدودو کی هر کال اوولس زره افغانان په دې مریضۍ مبتلا کېدل خو تیر کال یعنی په ۲۰۰۹ کی دا شمیر پنځه شپېته زرو ته جګ سو چی اکثریت افغانان د هغه د علاج یا مخنیوی لپاره پیسې نه لری حال دا چی اکثریت قربانیان یې ښځی او کوچنیان دي خو چارواکو په دې هکله هیڅ هم نه دي کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024