کندهار: دحاجيانو لپاره پام وړ اسانتياوي برابري سوي دي
دکندهار په ولايت کې سعودي عربستان ته دحاجيانو دليږدلپاره دتيرو کلونو په پرتله ډيرې اسانتياوې برابري شوي دي .
دنوموړي ولايت مرستيال والي وايي دکندهار ولايت دهوايي ډګر کارونه بشپړ اودمګړۍ دمسافرينو پروړاندې چمتو دى .نوموړى زياتوي دکندهار په هوايي ډګرکې درې جنراتورونه دنوي زرو امريکايي ډالرو په ارزښت ديوسايډي په مالي مرسته اخيستل شوي .
دکندهار مرستيال والي په وينا ددغه هوايي ډګر دبيارغاونې په چاروکې دکندهار تجارانوهم پراخه ونډه اخيستې .
دا په داسې حال کې ده چې دکندهار چارواکې دنوموړې هوايي ډګرڅخه دورځې دپنځلس داخلې اوبهرنيو پروازونو دترسره کيدو خبر ورکوي .