هلمند: بهرنيو ځواکونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
په لښکرګاه کې دبهرنيوځواکونولخوا په ترسره شويو عملياتوکې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي اوڅلورتنه يې ژوندي نيولي دي .
په ورته وخت کې دلښکرګاه سيمه ييزچارواکې ددغه ښار په دايخوشکاو سيمه کې دوسله والوطالبانو ديوه زندان دماتولو خبر ورکوي .
ويل کيږي په دغه زندان کې دوسله والوطالبانو لخوا يوشمير کسان د دولت سره دهمکارۍ په تور زنداني شوي وو .
ديادشويوچارواکو په وينا دافغان اوبهرنيو ځواکونو لخوا په ترسره شويوعملياتوکې دياد زندان ټول زندانيان ازاد شوي دي .
د دوئ په وينا په دغه عملياتوکې په سيمه کې يوشمير وسله وال طالبان هم نيول شوي دي .