د پارلماني ټاکنو ۳۶کانديدان ددرغليو په تور تورن سوي دي

د لراوبر اداره | اکتوبر 17th, 2010


په تيرو پارلماني ټاکنوکې يوسلو شپږ ديرش کانديدان په درغليوکې دلاس لرنې په توردټاکنو دشکايت اوريدنې کميسون ته پيژندل شوي دي .

دټاکنيزوشکايتونو دڅيړنوکمسيون وايي هغه کانديدان چې په درغليو تورن پيژندل شوي پنځه ورځې وخت ورکړل شوى ترڅوله ځان څخه دفاع وکړي .

په ورته وخت کې دټاکنيزو شکايتونو دڅيړنې کميسون وايي تراوسه په ټول افغانستان کې دسلومرکزونو رايي دنوموړې کميسون له خوا باطلې بلل شويدي .

دا په داسې حال کې ده چې نوموړى کميسون تردامهال د ديرش سلنه شکايتونو دڅيړنې خبر ورکوي .

ويل کيږي دغه شکايتونه اکثريت دخوست،کابل ننګرهاراو هرات څخه دي کميسون ته رسيدلي دي

Copyright Larawbar 2007-2024