فراه: د سړک جوړوني پر شرکت بريد کي ۲طالبان ووژل سوه

د لراوبر اداره | اکتوبر 17th, 2010


په فراه ولايت کې دوسله والومخالفينو او دسړک جوړونې ديوه شرکت دساتوونکو ترمنځ په نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

دفراه ولايت امنيي قومندان وايي دغه پيښه هغه مهال ددغه ولايت په اومه ښارکې رامنځ ته شوه کله چې وسله والوطالبانوپه دغه ساتونکو بريد وکړچې له امله يې دوه وسله وال طالبان ووژل شول .په ورته وخت کې دفراه امنيي قومندان ديو ماين په چاودنه کې د دوه ملکې وګړو دوژل کيدو او دوه نورو دټپي کيدوخبر ورکوي .

نوموړى زياتوي دغه پيښه ديکشنبې په سهار هغه مهال دفراه – هرات پر لويه لاره رامنځ ته شوه کله چې دولسي وګړو موټر پريوځاى پرځاى شوي ماين وربرابرشو.

Copyright Larawbar 2007-2024