ننګرهار: د يو ښوونځي ودانۍ پرانيستل شوه
د ننګرهار ولايت: د ننګرهار ولايت د غني خيلو ولسوالي د ماركو ليسي نوى ودانۍد نوموړي ولايت د مقام د اجرائيه رئيس او د پوهنې رئيس لخوا په داسي حال كې چې د دولتي ادارو يو شمير رئيسانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود دپټي په پريكولوسره پرانيستل شوه.
نوموړي تعميرپه پاخه او اساسی ډول په يو پوړکې د ۱۲۰ زرو امريكايي ډالرو په مجموعى لګښت د جاپان شانتي رضار كاري تولني په مالي لګښت جوړه شوي، چې۸ درسی ټولګى، ۳ اداري خوني، يو كتابتون، د احاطي ديوار، ۶ غرفي تشنابه، د زده كوونكو لپاره ميز او چوكي او نور ضروري ملحقات لری.
د يادونې وړ ده چې اوس مهال په ياد شوي ليسه كې ۴۵۰۰ تنه زده كوونكي په زده كړه بوخت دي چې ددي جملي نه ۱۵۰۰ نجوني دي چې دياد شوي تعمير په جوړه ولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسى ټولګيو د نشت والى له امله ليرى شي.