ناپيژاندو وسله والو يوه ښوونځي ته اور ورته کړ
دلوگر ولایت: ناپيژاندو وسله والو تيره شپه ناوخته د لوګر ولايت د مركز اړوند د پل علم ښار د پورك د نجونو پر ليسي يرغل وكړ او د دغه ښوونځي اداره يي د چاوديدونكو توكو په وسيله الوزولي.
وسله والو لومړى ساتونكى تړلي او وروسته يې چاوديدونكو توكو ته انفجار وركړي چې په نتيجه كې اداري توكي، اسناد، فرشونه او د اداري ميزونه اوچوكي سوځيدلي او د درسي خونو كړكۍ او خيښې هم له كاره غورځول شوي دي.
د پوهنې وزارت په داسې حال كې چې د دغه كړنې په وړاندې يو وار بيا خپله كركه څرګندوي او غندنه يې كوي، د تير په څير له امنيتي كړيو غواړي چې د دغې كړنې عاملين وپيژني او قانون ته يې وسپاري.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت دغه راز له ټولو قومي متنفذينو او مخورو هم په كلكه غوښتنه كوي چې د پوهنې وزارت د تاْسيساتو په ساتنه كې له دغه وزارت سره د زړه له تله همكاري وكړي او هيچاته اجازه ورنه كړي چې بچيان يې د تعليم له دغه لوى ديني حق څخه بې برخې شي.