له جنوري راهيسي د بهرنيو پوځيانو تلفات ۶۰۰ ته ورسېدل
د ۲۰۱۰ ميلادي کال د پيل راهيسي تر تېري ورځي ۲۳ – اکتوبر پوري په افغانستان کي د ناټو اوايتلاف د پوځيانو دتلفاتو شمېر ۶۰۰ ته ورسېد ، د تېر کال په ټولو ۱۲ مياشتو کي د ناټو د وژل سوو پوځيانو شمېره تر دې کښته وه .
د هالنډ د ملي راډيو د خبر په حواله ناټو اوايتلاف پر افغانستان د بريد راهيسي سږ کال تر ټولو ډېري مرګ ژوبلي سره مخامخ دي ، ددې راډيو د راپور له مخي ناټو او ايتلاف د افغانستان په ختيځ او جنوب کي د بيا جوړوني پر ځای په سخته جګړه کي راښکېل دي .