بغلان:په بهرنیوځواکونوځانمرګی برید شو.

46 | اکتوبر 25th, 2010


دبغلان ولایت مسوولین وایی چی نن سهار لس نیمی بجی دبغلان ولایت پلخمری ولسوالی په دریمه حوزه کی حسین خیلوته نږدی دبهرنیوځواکونوپه یو عراده ټانګ ځانمرګی برید ترسره شوچی ویل کیږی په پیښه کی یوعراده ټانګ زیانمن شوی مګر تراوسه پوری دتلفاتوپه اړه هیڅ مالومات په لاس کی نشته ، بله خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد د لراوبر سره په تماس کي ددغه بريد پړه پر غاړه واخيسته او وايي چي نن لس نيمې بجې دبغلان ولايت مرکزپلخمري ښارپه دريمه حوضه کې ديوتن مجاهدميرويس چې دبغلان ولايت دډنډغوري اوسيدونکې وه لخوا دکرولاموټرپه واسطه  په خارجي  کاروان باندې  بريد ترسره شوچې په نتيجه کې يې  ۲عرادې امريکايي ټانکونه مکمل تخريب او۸بهرني عسکرپه قتل ورسيدل ، طالب وياند دا هم زياته کړه چې په دې بريدکې ۴هغه اجيرپوليس  چې په سيمه کې په پيره ولاړوه هم په قتل رسيدلي .

Copyright Larawbar 2007-2024