کندز:دوه تنه بهرنیان دکندزتخارپرلاره نادرکه شول

46 | اکتوبر 25th, 2010


دتخارکندوز پرلویه لاره نن دغرمی وروسته دیوی سرچینی په خبره یو تن اودبلی سرچینی په خبره دوه تنه بهرنیان تیری تم شویدی دتخاروالی ویاند فیض محمدتوحیدی وایی چی دغه بهرنیان کندوز ولایت ته پرلاره ووچی دنامعلوموکسانو له خوا یرغمل شویدی توحیدی زیاتوی چی یوتن بهرنی چی موټر یی دینګی قلا دپله دپاسه ولاړدی اوخپله ورک دی په اړه یی دهغه په خبره دمګړی مالومات نشته، خو دکندوز دخان اباد ولسوالی امنیه قومندان نظام الدین ناشر وویل چی دوه تنه بهرنیان په کندوز کی نه بلکه په تخار ولایت کی نادرکه شوی دی تردی مهاله دانده معلومه چی یادو بهرنیانو دچاسره کارکاوه اوڅه ډول يرغمل شوی دی مسوولیت هم د دولت هیڅ مخالفی دلی پرغاړه ندی اخیستی دغه پیښه دکندوزوالی ویاند محبوب الله سعیدی هم تاییدکړی اوزیاته کړیده چی دوه کسان په تخارولایت کی ناردک شویدی.

Copyright Larawbar 2007-2024