د بغلان ولايت د نمبر دو لیسي د زده كوونكو سره مرسته وشوه
د بغلان ولايت د نمبر دو لیسي د زده كوونكو سره مرسته وشوه
د بغلان ولايت: په بغلان ولايت كې ميشت ملي اوردو د۱۵۰ زرو افغانيو په ارزښت د بغلان ولايت د پلخمري ښار اړوند د نمبردو ليسي د زده كوونكو سره د جامو او نورو وسايلو مرسته وكړه.
په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د پوهنې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس د ملي اوردو له دغې مرستې مننه وكړه او د پوهنې په برخه كې د ملي اوردو د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.