تهران : هو ، موږ افغان حکومت ته پیسې ورلیږلې

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 26th, 2010


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی د ایران د خارجه وزارت ویاند ( رامین مهمان پرست ) نن ومنل چی « موږ د کلونو کلونو راهیسی افغان حکومت ته زیاتي پیسې ورلیږلي دي او په آینده کی به هم خپل دې کار ته ادامه ورکړو ځکه په افغانستان کی سوله او ثبات د ایران لپاره ډیر مهم دی . »
مخکی نیویارک ټایمز دا خبره رسوا کړې وه چی تهران د حامد کرزي د دفتر اداري مسؤل ( عمر داؤدزي ) ته بوجۍ بوجۍ پیسې ورلیږي تر څو هغه رانیسی او هم په افغانستان کی د ایران ګټی مخته یوسي . وروسته حامد کرزي هم دا روپۍ اخیستل منلي وو ، خو نن تهران هم ومنلې .

Copyright Larawbar 2007-2024