د لغمان ولايت د مستوري ليسي نوي ودانۍ پرانيستل شوه

د لراوبر اداره | اکتوبر 26th, 2010


د لغمان ولايت د مستوري ليسي نوي ودانۍ پرانيستل شوه
د لغمان ولايت: د لغمان ولايت د مركز اړوند د مستوري ليسي نوى ودانۍ د نوموړی ولايت د مقام د مسوولينو او د پوهنې رئيس لخوا په داسى حال كې چې د دولتي ادارو يو شمير رئيسانو، استادانو اوشاګردانو ګدون درلود دپټي په پريكولوسره پرانيستل شوه.
نوموړي تعميرپه پاخه او اساسی ډول په دوو پوړ نوکې د ۱۹۳۳۷۰ امريكايي ډالرو په مجموعى لګښت د نړيوال بانګ په مالي مرسته د دووكلونو په موده كې جوړه شوي، چې ۱۶ درسی ټولګى، ۲ اداري خوني، د اوبو څښكلو څاه، د احاطي ديوار، ۱۰ تشنابه او نور ضروري ملحقات لری.
د يادونې وړ ده چې په ياد شوي ښوونځي كې اوس مهال ۳۹۶ تنه نجوني او هلكان زده كوونكي په زده كړه بوخت دي چې د ياد شوي تعمير په جوړه ولو سره به د زده كوونكو ستونزی د درسى ټولګيو د نشت والى له امله ليرى شى.

 

Copyright Larawbar 2007-2024