دوه امریکایی پوځیان ووژل سول
پنتاګون خبر ورکوی چی یو امریکایی عسکر وړمه ورځ د امریکا په یو پوځي روغتون کی د هغو ټپونو څخه مړ سو چی شل ورځی مخکی د افغانستان په ( عارف کلا ) کی د ماین چاودنی ور اړولي وو . دوهم عسکر یې درې ورځی مخکی په افغانستان کی وژل سوی و خو نور هیڅ تفصیل یې ورنکړ .
په دې سره د اکتوبر په روانو ۲۶ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۴۱ ته ورسېدل .