د افغان مهاجرينو مشورتي شورا د پېښور له پوليسو سر ټکوي

34 | اکتوبر 27th, 2010


پېښور : د افغان مهاجرينو د مشورتي شورا وياند جان آغاز زيار رسنيو ته څرگنده کړې ده، چې د پېښور پوليس د پېښور او کوهاټ ترمنځ په لويه لاره هغه افغان کډوال زوروي، چې پخوانى افغان سيټيزن کارډ ورسره وي. نږدې پنځه سوه کلدارې ترې د رشوت په بڼه اخلي. دا چې ملگرو ملتونو د افغان سيټيزن کارډونو د بدلون پروسې ته ډېر وخت ورکړى نو بايد پوليس د افغان کډوالو د زورونې لاس واخلي. نوموړي په افغان کونسلگرۍ هم غږ کړى دى، چې په دې اړه له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي. او د افغان کډوالو ستونزې هوارې کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024