کندز:دعلی ابادولسوال موټرباندی چاودنه وشوه

46 | نوومبر 1st, 2010


نن سهاردکندوزښاردکابل بندردکرنې ریاست ته څیرمه دکندوزولایت دعلی ابادولسوالې ولسوال حبیب الله په ګاډی چاودنه رامنځ ته شوه چې په پایله کې ددولسوال موټرچلوونکې په ګډون یوتن ساتونکې یی ټپی شو.حبیب الله وایی چی چاودنه په زرنج کې دځای پرځای شوی ماین په ترڅ کې رامنځ ته شوی چې دی په ګاډی کې نه ووموجودحبیب الله داکار ددولت وسلوالومخالفینوکارنه ګڼي خوهغه په دی اړه ډیرجزییات ورنه کړل دیادونې وړده چی ددغه برید مسوولیت طالبانوپه غاړه اخیستی ددغې ډلې یوتن ویاندذبیح الله مجاهدلراوبرته دټیلفون له لارې ویلی چی په یاده پیښه کې تری ولسوال بچ پاتی شوی خوهغه زیاتوی چی په دغه بریدکی یی ۴ تنه پولیس وژلی خوځایی چارواکی یوازی دچلوونکې اویوتن ساتونکې ټبی کیدل منی.

Copyright Larawbar 2007-2024