کور / شعر / د سعيد زابلي تازه غزل

د سعيد زابلي تازه غزل

چــــــــــاچي ولس سره په غم کي خواخوږي کړې ده
زموږ پر زړونو یې بې تــــــــــــــاجه باچاهی کړې ده

چي دځــــــــــان ګټي کړي قربان دخپل ولس له ګټو
بې شـــــــــــــــــــکه دې مشر په حقه سرداري کړې ده

درقیب مالت کي څه وړه خبره نه و دغـــــــــــــــــــــــــــه
د زړه په زور مې دهغې جىنۍ یـــــــــــــــــــاري کړې ده

دورور ومرګ ته یې کـاړتوس دي بې پیسو راکړي
دنړۍ خلګو چې لــــــــــــــــــه موږ سره ځواني کړې ده

سعیده چرته چې پـــــــــــــــــــــــــه مینه وي دکفر فتوا،
داسي مـــــاحول کي موږ خوارانو زندګي کړې ده