یو امریکایی عسکر په کندهار کی ووژل سو
د پنتاګون د خبر له مخی چی وړمه ورځ ماین په جنوب کی کوم بهرنی پوځی وژلی و ، هغه امریکایی عسکر و چی د کندهار په ژړۍ ولسوالي کی له منځه تللی دی ، خو د زخمیانو یا معیوبینو شمیر یې نه دی ذکر کړی .
په دې سره په اکتوبر کی د امریکایی پوځیانو تلفات د ۴۹ څخه ۵۰ ته جګ سول .