طالبانو د خوګیاڼی ولسوالۍ ۱۶ پولیس وتښتول

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 1st, 2010


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی طالبانو تیره شپه د غزنی ولایت د خوګیاڼۍ پر ولسوالي ناببره شدیده حمله وکړه چی له امله یې دا ولسوالي د سهار تر اتو بجو پوری نیولې وه او په دې ترڅ کی یې حکومتي ودانۍ او د پولیسو مرکزونه وسوځول ، ۱۶ پولیس یې ورسره وتښتول او زیات شمیر وسلې او مهمات یې هم وړی دي . خو دا معلومه نه ده چی دغه ټول پولیس وژل سوي ، که تښتول سوي او که یې په پټه لاس ورسره درلود .

Copyright Larawbar 2007-2024