کور / تازه خبرونه / په مارجه کی دوې ښځینه کارمنداني ووژل سوې

په مارجه کی دوې ښځینه کارمنداني ووژل سوې

رویټر لیکی چی پرون د هلمند ولایت په مارجه کی دوې افغاني ښځینه کارمندانی چی د ښځو لپاره یې د مربا د تولید یوه پروژه مخته وړله ، ورکی سوې او وروسته په داسی حال کی پیدا سوې چی په مرمیو ویشتل سوي وې . د دې پیښی مسؤلیت چا نه دی منلی خو دولت یې ځکه بر طالبانو تانوی چی مارجه په باالفعل ډول د هغوی تر اغیزې او نفوذ لاندی ده .