کور / تازه خبرونه / تخار:د بنگی په ولسوالي كې د تربيه معلم الحاقيه هم تاْسيس شوه

تخار:د بنگی په ولسوالي كې د تربيه معلم الحاقيه هم تاْسيس شوه

: د تخار ولايت په بنګي ولسوالۍ كې هم د دغه ولايت د ښوونكو د روزنې د مركز الحاقيه تاْسيس شوه.
دغه الحاقيه نن د لړم په ۱۰مه په هغه غونډه كې تاْسيس شوه چې پكې د تخار والي، د پوهنې رياست مسؤلينو، ځايي دولتي چارواكو او قومي مخورو ګډون كړى وو.
د دغه مركز الحاقيه د بنګي ولسوالۍ د اتحاد په ليسه كې فعاله شوه چې دا مهال ۶۰ تنه داخل خدمت ښوونكو پكې ثبت نام كړى او په ټولګيو كې د تربيه معلم د دوو تنو ښوونكو لخوا زده كړه وركول كيږي.