کور / تازه خبرونه / کابل:د عارف ظریف د ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

کابل:د عارف ظریف د ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

دكابل ولايت د بګرامي ولسوالي د شهيد محمد عارف ظريف د منځنې ښوونځي نوى ودانۍد كابل ولايت د پوهنې رئيس الحاج محمد جعفر ساطع لخوا په داسى حال كې چې د دولتي ادارو يو شمير رئيسانو، د سيمي قومي مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود دپټي په پريكولوسره پرانيستل شوه.
نوموړي تعميرپه پاخه او اساسی ډول په يو پوړ کې د ۱۳۰۰۰۰۰۰ افغانيو په مجموعى لګښت د امريكا د فنكس ټيم او ملي پيوستون د شورا بانګ په مالي مرسته د ۶ مياشتو په موده كې جوړه شوي، چې ۱۲درسی ټولګى، ۴ اداري خوني، داوبو څښكلو څاه، د احاطي ديوار، ۱۰ تشنابه، د زده كوونكو لپاره ۲۴۰ پايي ميز او چوكي او نور ضروري ملحقات لری.
د يادونې وړ ده چې په يادشوي ښوونځي كې اوس مهال ۶۵۰ تنه نجوني او هلكان زده كوونكي په زده كړه بوخت دي چې د يادشوي تعمير په جوړه ولو سره به د زده كوونكو ستونزی د درسى ټولګيو د نشت والى له امله ليرى شى.