د مورنۍ ژبي د ورځي په وياړ 35 پښتو قاموسونه پرليکه سوه
دمورنۍ ژبې د نړۍ والې ورځي په ترڅ کي قاموسونه ټکی کام وېب پاڼي شپږدېرش پښتو قاموسونه پر ليکه کړه. په دغو آن لاين قاموسونو کي د پخوانيو قاموسونو لکه د علومو د اکاډمۍ دپښتو پښتو تشريحي قاموس، پښتو دري قاموس اود پښتو انګليسي قاموس ترڅنګ داسي نوي قاموسونه هم پر ليکه سوي دي چي ترمخه په بازار کي نه وه. ددغو قاموسونو د آن لاين کولو وروسته پښتو د نړۍ د هغو سترو ژبو سياله سوه، چي ګڼ شمېر آن لاين قاموسونه لري. د قاموسونو ټکی کام مسؤل چلوونکي احمدولي اڅکزي بېنوا وېب پاڼي ته وويل چي دی دمفتي حبيب الله قاسمي صېب په ملګري د کابلي تفسير په کمپيوتري کولو هم بوخت دی او ډېر ژر به انشالله د قرآن پاک پښتو ژباړه او تفسير په پښتو ژبه آن لاين کړي. احمدولي اڅکزي و بېنوا وېب پاڼي ته وويل چي دی د پښتو ژبي د لغتونو په راټولولو بوخت دی او داچي تر اوسه يې تر شپيته زره نه زيات داسي لغتونه راټول کړي دي چي په هيڅ قاموس کي نشته. نوموړي هوډ څرګند کړی چي ډېر ژر به ټوله هغه ويونه راټول کړي چي په قاموسونه کي نشته خوپه ورځنۍ پښتو ژبه او ليکنو کي کارول کيږي . داڅکزي په وينا ښايي ډېر ژر د راټول شوو پښتو ويونو شمېر تر يو نيم لک نه زيات شي چي دا به د پښتو پانګې د راټولولو تر ټولو ستره لاس ته راوړنه وي. احمدولي اڅکزي چي پخپله په 7 ژبو خبري کوي ددې نه سر وټکاوه چي د پروژې ټوله کارونه يې يوازي ورپه غاړه دي. نوموړي وويل چي که دده سره نور افغانان ملګري سي نو به دغه پروژه لاډېره اغېزمنه سي. ده وويل چي ګڼ شمېر داسي قاموسونه سته چي د پښتو لپاره ډېر ارزښتناکه دي، خو د اقتصادي او نورو ستونزو له وجې تر اوسه ندي کمپيوتري کړل سوي. په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني او بېنوا پاڼي ټول غړي دپښتو په تاریخ کي دغسي ستري لاسته راوړني ته په خورا درنښت قائیل دي او درست پښتانه ټبر ته دپښتوژبي د همدې پرمختګ په اړه مبارکي وایې او دڅښتن تعالی له ستر دربار څخه غوښتنه کوي چي د احمد ولي خان اڅکزي په څير زیارکښه او زیږه پښتانه د پښتنو ابیو په غیږوکي را وزیږوي موږ ویاړو هغه څه چي د افغانستان دولت او د علومو اکاډمۍ باید کړي وائې نن یوه پښتون په یوازي سره چیلنج کړه او دائې په زبات ورسول چي د پښتنو وینه او مینه لا اوس هم د خپل خروښه لوېدلې نه ده . لاندني پښتو قاموسونه نن د وړيا کارونې لپاره پر ليکه سوي دي: عـــــــــــــربي ـ پښتو ، 11682 ويونه، قاموسونه ټکی کام
چينـــــــــايي ـ پښتو ، 15400 ويونه، قاموسونه ټکی کام
چېکسلواکي ـ پښتو ، 4118 ويونه، قاموسونه ټکی کام
پښتو نويزونه ـ پښتو ، 6180 ويونه، استاد مجاور احمد زيار
هالېـــــــنډي ـ پښتو، 8793 ويونه، قاموسونه ټکی کام
ډنمارکـــــــــي ـ پښتو ، 4502 ويونه، قاموسونه ټکی کام
انګليســــــــي ـ پښتو ، 25000 ويونه، دعلومو اکاډمي افغانستان او قاموسونه ټکی کام
انګليســــــــي ـ پښتوکمپيوټر، 1200 ويونه
انګليســــــــي ـ پښتوشمېرپوهنه، 2500 ويونه، ډاکټرماخان شنواری
انګليســــــــي ـ پښتوسياسي، 400 ويونه
فــرانســــــوي ـ پښتو، 11500 ويونه، ډاکټرمحمداکبروردک ستايلی
المانـــــــــــــي ـ پښتوکمپيوټر، 1100 ويونه، احمدولي اڅکزی
المانـــــــــــــي ـ پښتو، 15218 ويونه، قاموسونه ټکی کام
المانـــــــــــــي ـ پښتو، 14250 ويونه، محمدحکيم نورزی
عبرانـــــــــــــــي ـ پښتو، 4600 ويونه، قاموسونه ټکی کام
هنګـــــــــــــري ـ پښتو، 11227 ويونه، قاموسونه ټکی کام
اېټالــــــــــــــوي ـ پښتو، 9437 ويونه، قاموسونه ټکی کام
جاپــــــــــــاني ـ پښتو، 21780 ويونه، قاموسونه ټکی کام
کوريـــــــــايي ـ پښتو، 14097 ويونه، قاموسونه ټکی کام
لاطينــــــــــي ـ پښتو، 4000 ويونه، قاموسونه ټکی کام
نارويـــــــــــژي ـ پښتو، 7000 ويونه، قاموسونه ټکی کام
پښــــــــتو ـ انګريزي، 16000 ويونه، دعلومواکاډمي افغانستان
پښــــــــتو ـ انګريزي کمپيوټري، 1198 ويونه
پښــــــــتو ـ انګريزي استاد زيار، 6142 ويونه، استاد مجاور احمد زيار
پښــــــــتو ـ دري، 26795 ويونه، دعلومواکاډمي افغانستان
پښــــــــتو ـ فرانسوي، 12068 ويونه،ډاکټرمحمداکبروردک ستايلی
پښــــــــتو ـ الماني، 11900 ويونه،احمدولي اڅکزی
پښــــــــتو ـ الماني کمپيوټري، 1150 ويونه،احمدولي اڅکزی
پښــــــــتو ـ پښتو زاهد، 34000 ويونه، محمدزاهدمشواڼی
پښــــــــتو ـ پښتو تشريحي، 45000 ويونه، دعلومواکاډمي افغانستان
پولېنډي ـ پښتو، 1500 ويونه، قاموسونه ټکی کام
پرتګالـــــــــي ـ پښتو، 6127 ويونه، قاموسونه ټکی کام
ســـانسکرت ـ پښتو، 1852 ويونه، قاموسونه ټکی کام
هسپانــــــوي ـ پښتو، 11200 ويونه، قاموسونه ټکی کام
سوېډنــــــــــــي ـ پښتو، 11000 ويونه، قاموسونه ټکی کام
د بېنواويبپاڼي څخه په مننه