د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب ( دريمه برخه)

د لراوبر اداره | نوومبر 6th, 2010


رغوونکى ځواک، ورانوونکى ځواک، ګروهې (اعتقادات)
ليکوال: انتوني رابېنز
ژباړن: انبيا ژمن


کوم کړونى (عامل) سبب کېږي چې په خپل ژوند کې، ځانګړې لارې او موخې وټاکو؟ دا کړونى، زموږ عقيدې دي؛ عقيده په دې چې زموږ وړتياوې څومره دي او کوم کارونه شوني، يا ناشوني دي. د هايټي د خلکو په کلتور کې، قبيلوي جادوګر ډاکټر داسې يو پټ ځواک دى چې کولى شي په يوې اشارې سره يو وګړى ووژني. خو په واقعيت کې، هغه څه چې د وګړي د مړينې موجب کېږي د ډاکټر د جادو ځواک ندى، بلکه په دې ځواک باندې د وګړو د عقيدې فکر دى.
 
آيا په خپل ژوند کې مو تر اوسه د کومې ناوړه پېښې په اړه انتظار ايستلى؟ ستاسو په ژوند باندې د هغه انتظار اغېزه څه وه؟ کومو مثبتو عقيدو ستاسو په اوسني ژوند اغېزه کړې ده؟ کومې نوې تمې کولى شئ په خپل ځان يا نورو کې رامنځ ته کړئ؟
 
د نړۍ خلک زرګونه کلونه په دې عقيده وو چې انسان خپل جسماني جوړښت ته په پام سره، قادر ندى چې په څلورو دقيقو کې يو ميل واټن منډه ووهي. خو بيا هم د راجربانېسټر په نوم يوه وګړي له څلورو دقيقو څخه په کم وخت کې دا واټن وواهه او دا عقيده يې ماته کړه. دى څنګه په دې کار بريالى شو؟ خپل برياليتوب يې دومره د زړه په سترګو وليد او له خپل برياليتوب څخه يې داسې ژوندى انځور په ذهن کې جوړ کړ چې په پايله کې يې له استدلال پرته داسې سپارښتنه خپل عصبي سيسټم ته صادره کړه او داسې جسمي پايله يې ترلاسه کړه چې له هغه ذهني انځور سره همغږې وه. له هغې وروسته، نورو وګړو هم له بانېسټر څخه پيروي او باور وکړ چې دوى هم په داسې کار قادر دي ځکه نو، په يوه کال کې، ډېرو وګړو د هغه برياليتوب تکرار کړ.
   
ستاسو په مخه کې کوم خنډ دى چې بايد هغه مات کړئ؟ کوم کار مو په پام ناشونى برېښي چې که هغه مو شونى ګڼلى (او ترسره کړى مو واى) ستاسو او تاسو ته د نږدې کسانو ژوند به بدلون موندلى واى.
 
ډېرى خلک، د خپل ژوند د نيمګړتياوو تېروتنه د پېښو او حادثو پر غاړه اچوي. حال دا چې هغه څه چې زموږ ژوند ته بڼه ورکوي، خپله پېښې ندي، بلکه هغه مانا ده چې هغو پېښو ته يې ورکوو.
   
د ويتنام په جګړه کې، دوه کسان ټپيان کېږي، دواړه نيول کېږي او ډول ډول ربړول کېږي. يو يې په ځان وژنه لاس پورې کوي، او د بل يې ورځ په ورځ د انسانيت او متعال خداى، په اړه ايمان ځواکمنېږي. نن، د دې سړي د ژوند سپړنه چې جرالډ نوم لري، د انساني روح د عظيم ځواک يادګار دى چې کولى شي په هر ډول رنځ، خنډ او ستونزه بريا ترلاسه کړي.
 
آيا ستاسو يا ستاسو د ملګرو په تېره کې داسې پېښه شته چې ستاسو د نننۍ خوښۍ او ښادۍ د احساس خنډ وي؟ آيا کولى شئ دا پېښې په بل ډول مانا کړئ؟ آيا دې پېښو تاسو پاخه او ځواکمن کړي ياست؟ آيا کولى شئ د دې ترخو تجربو پر بنسټ، نورو ته چې له دې ستونزو سره مخ دي، لارښوونه وکړئ؟
  
د هغو کارونو سبب چې خلک يې کوي څه دى؟ زموږ د کړنلارو يواځينى سبب زموږ عقيده او باور دى. که څه هم عجيبه ده، خو که خلک باور ولري چې د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره بايد خپله ککرۍ په برمه باندې سورۍ کړي همداسې کوي (او پايله هم ترلاسه کوي!) که دا عقيده سمه ستنه او بنسټ ولري يا يې ونلري، او که يا هم معتقد شي چې د هغوى نېکمرغي له نورو سره د مرستې په عقيده کې ده، پر هماغه بنسټ عمل کوي.
 
عقيدې مو دي چې سبب کېږي ټول عمر د بدمرغۍ احساس وکړو او يا پرعکس خپل ژوند په خوښۍ سره تېر کړو. عقيده سبب کېږي چې يو کس اېنېشټين شي او بل کس بتهوون، يا يو کس اتل شي او بل کس هېڅ پوه نشي چې ولې دې نړۍ ته راغلى دى؟
هغه کړنې چې ستاسو اطرافيان يې ترسره کوي، د کومو اعتقاداتو پر بنسټ دي؟ تاسو له خپلو همکارانو سره په کومو مواردو کې ورته عقيده لرئ؟ له خپلو اولادونو يا والدينو سره په کومو مواردو کې ورته عقيده لرئ؟ په کوم زمينو کې د عقيدې اختلاف لرئ؟
 
هر کله چې له کومې پېښې سره مخ کېږئ، ستاسو په مغز کې له واټن پرته دوې پوښتنې را ولاړېږي: لومړۍ دا چې آيا دا پېښه د رنځ په مانا ده يا د خوند؟ دويمه دا چې له رنځ څخه د لرې کېدو او خوند ترلاسه کولو لپاره بايد څه وکړم؟ د دې پوښتنو ځواب د رنځ او خوند د موجباتو په اړه د عقيدې له څرنګوالي سره تړلى دى. دا ټوليزې عقيدې د داسې لارو د لنډيز په څېردي چې سبب کېږي خپلې ډېرى ورځنۍ چارې بشپړې کړو، او په ورته وخت کې همدا عقيدې  کولى شي زموږ ژوند په بشپړ ډول محدود کړي. د بېلګې په ډول، چا چې په ناڅاپي ډول په يوه کار کې ماتې خوړلې ده، کېدى شي داسې پايله ترلاسه کړي چې ټمبل دى او له بده مرغه همدا زياتى دى چې سبب کېږي د راتلونکې په اړه، لېوال يا نهيلي و اوسو.
 
د يوې هغې محدودوونکې  عقيدې په اړه چې د ځان يا بل وګړي په اړه يې لرئ فکر وکړئ. آيا د دې عقيدې د سموالي لپاره بسيا دلايل لرئ؟ آيا استثنايي موارد هم کېدى شي وجود ولري؟ آيا ممکن ده ستاسو دغه ټوليزه عقيده له اندازې زياته ټوليزه وي؟ 


په ژوند کې هېڅ څيز پخپله مانا نلري. دا تاسو ياست چې هغوى ته مانا ورکوئ.

د انسان د وجود يو له هېښندتوبونه څخه دا دى چې کولى شي د هرې پېښې لپاره داسې ارزښت وټاکي چې وړتيا ورکوونکى يا وېجاړوونکى وي.
  
ځينې خلک، د تېر وخت يواځې يوه ترخه پېښه په پام کې نيسي او وايي (د دې تجربې په سبب به نور د مينې او کمال احساس ونکړم.) او ځينې نور بيا ورته پېښه داسې تعبيروي چې وړتيا ورکوونکې ده: (له هغه ځايه چې زما په اړه بې عدالتي شوې ده، د نورو د اړتياوو په اړه حساس يم) يا (له هغه ځايه چې خپل زوى مې له لاسه ورکړى، هاند کوم تر څو په نړۍ کې ډېر امنيت رامنځ ته کړم.)
 
موږ ټول دا وړتيا لرو چې هره پېښه داسې مانا کړو چې هيله بښونکې او ځواک بښونکې وي. يوه له خپلو تېرو تجربو څخه پا ياد راوړئ او په نوې مانا سره چې هغې ته يې ورکوئ، په خپل ژوند کې يو اوښتون رامنځ ته کړئ.

عقيدې، وېجاړوونکى ځواک لري. له هغه ځايه چې عقيدې زموږ په ژوند عجيبې اغېزې لري، اړينه ده چې دا درې مسئلې درک کړو:

1. زموږ ډېرى، خپلې عقيدې په پوهې سره نه ټاکو.
2. زموږ عقيدې، ډېرى د تېرو پېښو د ناسم تفسير پر بنسټ دي.
3. وروسته له هغه چې کومه عقيده مو ومنله، هغه الهام ګڼو او له ياده باسو چې دا عقيده يواځې يو آند دى.
 
آيا داسې عقيدې لرئ چې په سموالي يې باور ولرئ؟ آيا کوم نور داسې آندونه هم شته چې ستاسو د عقيدې خلاف او ښايي چې سم وي؟ که تاسو د داسې عقيدې څښتن واست، په ژوند کې به مو څه بدلون راغلى واى؟
 
عقيده، د يوه څيز د سموالي په اړه د ډاډ له احساس څخه عبارت دى. مثلاً که په خپله ځيرکۍ عقيده ولرئ، دا عقيده، يواځې يو آند ندى، بلکه د ډاډ احساس کوئ چې يو هوښيار وګړى ياست. د ډاډ دا احساس له کومه راغلى دى؟
 
هر فرض يا آند د مېز د دړې په ډول په پام کې ونيسئ، که مېز، پښه ونلري په کوم څيز متکي ندى. نظريه هم هغه وخت د عقيدې په بڼه آوړي چې پښې ولري. دا پښې چې د ډاډ موجب کېږي په يقيني ډول له اړوند تجربو څخه دي. مثلاً که معتقد ياست چې يو هوښيار وګړى ياست، ښايي ستاسو مخکينۍ تجربې (د تحصيل د وخت نمرې او يا د نورو د آندونو څرګندول) د دې عقيدې د رامنځ ته کېدو سبب شوي دي.
 
البته موږ د ډاډ د احساس لپاره، په خپلو تېرو تجربو محدود نيو.

موږ هم د راجربانېسټر په څېر کولى شو د خپل فکر له ځواکه د تجربو د اخځايونو په سرليک استفاده وکړو او د هغو کارونو په اړه چې تر اوسه مو ندي ترسره کړي، په ځان کې د ډاډ احساس رامنځ ته کړو.
 
کولى شو هر آند په عقيده واړوو. په دې شرط چې د بسيا تجربو لپاره د دې آند د تاييد مرجع ولرو. کومه يوه له دوو لاندينيو جملو څخه سمه ده؟

1. خلک ذاتاً ښه او رښتيني دي.
2. خلک ناسم دي او يواځې د خپلو ګټو په اړه فکر کوي.
 
آيا که د خپلو تېرو خاطرو او تجربو په اړه څېړنه وکړئ، د خلکو د ناسمۍ او فساد په اړه د بسيا مرجعو تجربه نه پيدا کوئ؟ که د خپل فکر پام مو د نورو خاطراتو ته واړوئ، آيا د خلکو د رښتينولۍ په اړه د بسيا مرجعو تجربه نلرئ؟
 
کومه يوه له دې دوو عقيدو څخه سمه ده؟ هر ډول عقيده چې ځان ته رامنځ ته کړئ، ستاسو په آند به سمه وي.

که د کوم څيز په اړه هغه د ډاډ  احساس چې لرو، ټينګ او د بدلون نه وړ وي، شونې ده مرسته راسره وکړي چې ډېرو لويو موخوته، لاسرسي پيدا کړو، او شونې ده موږ ړانده کړي او ونشو کولى حقايق ووينو؛ هغه عقايد چې کېدى شي زموږ په ژوند همېشنۍ اغېزه ولري.
 
آيا تر اوسه له کوم داسې چا سره مخ شوي ياست چې د هغه احساس ساتلو د ډاډ لپاره، حاضر نوي کوم نوى آند واوري؟

که مو د بل وګړي په سترګو خپلو عقيدو ته کتلى، څه مو ليدل؟

عقيده، زموږ د ټولو چلندونو او کړنلارو سرچينه ده، ځينې عقيدې، زموږ د ژوند يواځې په يوه اړخ اغېزه کوي او ځينې نور د ژوند په بېلابېلو اړخو کې نفوذ کوي. د بېلګې په ډول، د يوه ځانګړي وګړي په ناسمۍ عقيده ، يواځې له هماغه شخص سره په اړيکو، اغېزناکه ده، خو عقيده په دې چې (ټول خلک، ناسم دي) شونې ده له نورو سره، په ډېرو اړيکو کې، اغېزناکه وي.
 
دې عقيدې ته ورته ټول ټوليز (نړيوال) عقايد، د هغو ټوليزونو پر بنسټ دي چې په لرې زمانو او فوق العاده شرايطو کې پيدا شوي دي. کېدى شي هغوى مو په بشپړ ډول هېر کړي وي، خو نن ورځ په ناخبره ډول، د هماغه ټوليزونو پر بنسټ پرېکړه کوو.

ټوليز عقايد زموږ پر ژوند داسې اغېزه کوي چې حد يې د تصور وړ ندى، خو اړينه نده چې دا اغېزه خامخا منفي وي. يوه له خپلو ټوليزو عقيدو څخه بدله کړئ تر څو هغه د ژوند په ټولو اړخونو کې وونيئ.
 
ځينې باورونه له ځينو نورو څخه ځواکمن دي. د ډاډ احساس په واقعيت کې درې درجې لري. نظر، اعتقاد، يقين. نظرونه په آسانۍ سره د بدلون وړ دي، ځکه چې بنسټ يې مؤقتي درک او آندونه دي. اعتقادات ډېر پياوړي او ځواکمن دي، ځکه چې بنسټ يې ډېرې تجربې جوړوي چې کله کله له ځواکمنو احساساتو او مهربانيو سره مل وي. سربېره پر دې، د ځينو پوښتنو په را ولاړولو سره شونې ده تر يوې کچې پورې بدلون ومومي. يقين معمولاً له داسې ټينګو احساساتو او مهربانيو سره مل دى  چې نه يواځې انسان د هغه مطلب په سموالي بشپړ ډاډ لري، بلکه د هغه په اړه تعصب کوي او چمتو ندى هېڅ ډول داسې منطقي  بحث چې د عقيدې مخالف يې وي واوري.
 
يقين کولى شي رغوونکى او وړتيابښونکى او يا وېجاړونکى اغېز ولري. کوم يو ستاسو له باورونو څخه د نظر اړخ لري؟ د کوم يوه د سموالي په اړه ډېر ډاډ لرئ؟ کوم يو له هغو څخه د يقين سطحې ته نږدې دى؟
 
د اعتقاد ګټه څه ده؟ اعتقاد سبب کېږي چې داسې بنسټ په لاس کې ولرو تر څو وکولى شو په چټکۍ سره له ځور څخه د تېښتې او خوند ترلاسه کولو لپاره لار پيدا کړو. کله مو چې د کوم څيز د سموالي په اړه عقيده پيدا کړه، نور اړتيا نشته چې په هره برخه کې کار له سره پيل کړو او د کوم څيز سموالى يا ناسموالى و آزمايو. ځينې وختونه د ډار، رنځ او يا په لوړو احساساتي شېبو کې، د خپلو ناآراميو د تسکين لپاره، يو ډول عقيدې ته مراجعه کوو. مثلاً چا چې په مينه کې ماتې خوړلې وي، کېدى شي داسې معتقد شي چې په نړۍ کې، مينه وجود نلري.
 
ځينې خلک چې د يو څيز په سموالي ايمان او يقين لري، د هرې مخالفې عقيدې په مقابل کې ټينګېږي او ځينې وخت ډېر سخت رنځونه، دردونه، خواشيني او آن مړينه زغمي، خو له خپل باور څخه لاس نه اخلي.
 
تاسو په کومو څيزونو ايمان لرئ؟ کوم يو ستاسو له باورونو څخه وړتيابښونکى او رغوونکى او کوم يو کمزورى کوونکى دى؟

له هغه ځايه چې ايمان، په انسان کې شور او شوق رامنځ ته کوي، نو د خوځښت او فعاليت موجب کېږي. څوک چې د حيواناتو حقوقو ته ډېر ارزښت ورکوي، د عقيدې لرونکي دي. خو هغه څوک چې په خپل تش وخت کې په ډېر شور او شوق سره، په ويناوو او خلکو ته په ښوونه لاس پورې کوي او په ډاډه توګه په لابراتواري څېړنو او تجربو سره له غوښې خوړلو سره د رژيم پايلې په ګوته کوي د ايمان لرونکى دى.
  
آيا ستاسو په ژوند کې داسې بېلګې شته چې موخې ته د رسېدو لپاره مو د ايمان له ځواک څخه په استفادې سره، نوى ځواک پيدا کړى وي او ټول خنډونه مو له منځه وړي وي؟ مثلاً که يقين ولرئ چې وزن مو ډېر نشي، د خپل ژوند لپاره سالمه او دايمي کړنلاره وټاکئ. که ايمان ولرئ چې (زه په هر ډول شرايطو کې، د رنځ د له منځه وړلو لپاره لار پيدا کوم ) وبه وينئ چې په ډېرو ستونزمنو پېښو کې هم په وړ ډول عمل کوئ.
 
که د خپلو رغوونکو عقايدو په اړه مو، د ډاډ ځواکمن احاس لرلى، په ژوند کې مو کوم ريښه لرونکي بدلونونه راتلل؟ په دې اړه فکر وکړئ.

د دې لپاره چې وکولى شئ خپلې ځواکمنې عقيدې پياوړې کړئ لانيدنى تمرين ترسره کړئ:

1. يوه عقيده وټاکئ او کوښښ وکړئ په ايمان يې واړوئ.
2. د هغه عقيدې په اړه نوې او ځواکمنې مرجعګانې په ځان کې رامنځ ته کړئ. د بېلګې په ډول که مو پرېکړه کړې چې غوښه خوړل ودروئ، له سبزي خوړونکو وګړو سره خبرې وکړئ تر څو له سبزي خوړلو څخه د رژيم اغېزې ومومئ. 
3. داسې پېښې او حادثې پيدا يا رامنځ ته کړئ چې د هغه عقيدې په اړه په تاسو کې سخت احساسات رامنځ ته کړي. مثلاً که غواړئ سګرټ څکول پرېږدئ، روغتونونو ته لاړ شئ او له هغو ناروغانو څخه چې د سګرټ څکولو له امله په ډېرو نارغيو اخته شوي دي مرسته وغواړئ.
4. د خپلې عقيدې پر بنسټ عمل وکړئ او واړه يا لوى ګامونه واخلئ.
 
د څو شخصيتي اشخاصو د ژوند مطالعه، د عقيدې د ځواک اغېزې ښيي. دا وګړي، د ټينګې عقيدې په سبب چې لري يې، او په ځواکمن ډول فکر سره چې بل شخص دى، جسماني بدلونونه هم په هغه کې رامنځ ته کېږي چې په بشپړ ډول محسوس او د ليدو وړ دي. د هغوى د سترګو رنګ بدلېږي، ځينې جسماني نښې يې په وجود کې پيدا يا ورکېږي او آن په مؤقت ډول د شکر او وينې د فشار په ډول ناروغيو اخته کېږي. دا ټولې اغېزې په دې پورې تړلې دي چې ناروغ د کوم شخصيت په قالب کې ځان انځور کړى وي.

آيا ستاسو په ژوند کې هم د عقيدې د بدلون په اغېزې سره بدلونونه پيدا شوي دي؟
 
د برياليتوب راز څه شى دى؟ موږ ډېرى فکر کوو چې برياليتوب په وړتيا او نبوغ پورې تړلى دى. سربېره پر دې، زه عقيده لرم چې واقعي نبوغ هغه دى چې په ځواکمن ايمان او رغوونکې عقيدې سره، خپلې دننۍ لويې وړتياوې او ځواکونه فعال کړو.
 
د معروف ميلياردر بېل ګېټس بريا، له هغه وخته چې په هاروارډ پوهنتون کې يې زده کړې کولې بنسټيزه شوه. ده ژمنه وکړه چې داسې يو پوستکالى (چې لا يې نه و جوړ کړى) د داسې کمپيوټر لپاره چې هېڅکله يې نه و ليدلى جوړ کړي او په ټاکلي وخت يې ووېشي! په نفس باندې د ډېر ډاډ په سبب (چې سم بنسټ يې هم نه درلود) وکولى شول خپلې ټولې سرچينې او وړتياوې په کار واچوي او د نورو په همکارۍ، نوموړى پوستاکلى په بشپړ برياليتوب سره جوړ کړي او شتمن شي.

که موږ ځان مقيد کړو چې خامخا موخې ته ورسېږو او په ورته وخت کې بشپړ ايمان ولرو چې د دې کار د ترسره کولو وړتيا لرو، څرګنده ده چې په هر غولي کې به مو د برياليتوب احتمال ډېر شي.
 
شايد د اېنېشټين خبره له هر څه غوره وي چې (تصور، له پوهې څخه ځواکمن دى.) په وار وار ثابته شوې ده چې زموږ مغز نشي کولى د هغه څه ترمنځ چې په روښانه ډول يې په خپل خيال کې راوړو، او هغه څه چې عملاً پېښېږي توپير وکړي.

که دا ټکى ښه درک کړئ ژوند به مو بدل شي.

د بېلګې په ډول ډېر خلک ډارېږي چې نوي کار ته لاس واچوي، ځکه چې مخکې يې هېڅکله هغه کار ندى ترسره کړى. خو د ټولنې د مخکښو د برياليتوب يو تر ټولو مهم بنسټ دا دى چې د مخکينيو نا برياليو تجربو سره سره، مرتباً په خپل ذهن کې د خپلې خوښې پايلې انځوروي. په دې ډول په ځان کې د ډاډ احساس رامنځ ته کوي چې سبب کېږي خپل ځواکونه فعال کړي او خپلې رښتينې وړيتاوې په کار واچوي.

آيا داسې موخه لرئ چې تاسو هېښنده کړي، خو اړينه دا وي هغه کار چې مخکې مو ندى کړى، ترسره کړئ؟
 
هغه کسان چې وايي رښتيني (واقع بين اوسئ) معمولاً ډارن وګړي دي. دا وګړي، ډېرى په تېر کې داسې ماتې لري چې په خپل آند يې ماتې شمېرل کېږي او په همدې سبب د بيا ماتې خوړلو په اړه ډارېږي. هغه محدودوونکې عقيدې چې دې وګړو د خپل ځان د ساتلو لپاره جوړې کړې دي، د خنډ، مېړانې او توکل نه لرلو او د ټولو وړتياوو په کار نه اچولو موجب کېږي، او په پايله کې يې لاسته راوړنې هم محدودې دي.
  
لوى رهبران، ډېرى د نورو معيارونه ته (رښتيني) ندي. خو ځير او هوښيار دي. مهاتما ګاندي معتقد و چې کولى شي د انګلستان د امپراطورۍ په وړاندې په سوله ييزو کړنلارو او له خشونت څخه پرته اعمالو سره ټينګ ودرېږي او هند خپلواکۍ ته ورسوي. داسې کار چې مخکې يې هېڅ ورته کار نه و ترسره شوى. هغه ظاهراً واقع بين نه و، خو ويې ښودله چې يو دقيق وګړى دى. آيا داسې نوې، هېښنده، غير واقع بينانه، خو په بشپړ ډول د امکان وړ تمې شته چې استقبال يې وکړئ؟ 

که داسې وي چې تېروتنې وکړئ، غوره ده چې تېروتنې مو دا وي چې خپلو وړتياوو ته، له اندازې ډېر ارزښت ورکړئ، ځکه شونې ده همدا امر مو د برياليتوب موجب شي. د خوښ باوره او نهيلو تر منځ يو توپير دا دى چې نهيلي وګړي، خپلې وړتياوې او مهارتونه په دقت سره اندازه کوي. خو خوښ باوره وګړي، خپلې کړنلارې له واقعيت څخه اغېزمنې ګڼي.
 
په پايله کې، نهيلي وګړي په بېځايه هڅو لاس نه پورې کوي او همدا چې د کار د د وام لپاره منطقي دليل، شتون ونلري، کارونه پرېږدي. سربېره پر دې، د خوښ باوره وګړو مثبت فکرونه په هغوى کې لازمه روحيه رامنځ ته کوي او د ټينګښت په اثر، په پايله کې اړينې وړتياوې پيدا کوي. يعنې ظاهراً غير واقع بينانه څېړنې، د وړتيا د ترلاسه کولو موجب کېږي.

په ياد ولرئ چې تېر، له راتلونکي سره مساوي ندى. که وغواړئ د هغه موخې په لوري چې يو وخت مو په آند ناشونى ښکارېده، ګام واخلئ، هغه ګام، کوم دى؟
 
زموږ د ژوند بڼه له هر څه نه ډېره، په دې پورې تړلې ده چې څنګه له خپلو بدمرغيو څخه ځان وژغورو، بريالي وګړي، معمولاً ستونزې يو تېرېدونکى امر ګڼي، په داسې حال کې چې ماتې خوړلي وګړي، معمولاً يوه کوچنۍ ستونزه هم، همېشنى امر ګڼي. که داسې فکر وکړو، لومړنى ګام مو اخيستى تر څو په هغه لومه کې چې روان پوهان يې   (د کمزورتيا زده کړه) بولي ولوېږو. درې مفکورې دي چې دا کمزورۍ رامنځ ته کوي.
   
1. ستونزه، دايمي اړخ لري (تېرېدونکې نده)
2. ستونزه، خپرېدونکې ده (په يوه ټاکلي غولي کې محدوده نده)
3. ستونزه، ذاتي ده او زموږ په وجود کې عيب شتون لري. (نشي کېدى له هغه څخه له زده کړې څخه د موکې په سرليک استفاده وکړو.) په څو راتلونکو ورځو کې به د دې کمزورو کوونکو باورونو د اواري لارې وڅېړو. اوس له لومړنۍ مفکورې سره د مبارزې لپاره، په ياد ولرئ چې (دا هم تېره شي) که په کار کې ټينګ و اوسئ، تل به لارې پيدا کړئ.
 
موږ قادر يو ستونزې په خپل فکر کې لويې، يا وړې انځور کړو. خو له دې وړتيا څخه په استفادې سره، بريالي وګړي، له (ستونزه خوروونکې لومې) څخه تښتي. هغوى مثلاً پر ځاى د دې چې ووايي (ډېر خوراک، زموږ ټول غړي له کاره لوولي دي) وايي (د غذايي عاداتو په غولي کې، وړه ستونزه لرم). خو هغه کسان چې فکر کوي ستونزه يې خورېدونکې ده، ګمان کوي چې په يوه ځانګړي غولي کې برياليتوب ته ندى رسېدلى، پس اصولاً يو ماتې خوړلى وګړى دى. د دې زياتونې په اغېز، په بشپړ ډول د کمزورۍ احساس کوي.

په دې ناسمه عقيده چې يوه ستونزه د ژوند په ټولو اړخونو باندې اغېز کوي د بري لپاره، بايد له واټن پرته د ستونزې د يوې برخې اواري ته مخه کړو، آن که هغه برخه ډېره کوچنۍ هم وي. همدا اوس دا کار پيل کړئ.

خوښ باوره وګړي، له خپلو ماتو څخه درس اخلي او د خپل فکر ډول بدلوي، بدمرغه وګړي، ماتې ځاني ګڼي او فکر کوي چې ماتې، د هغوى يو ذاتي خوى او برخه ده. له هغه ځايه چې دا وګړي، خپله پېژندګلوي د ژوند له ستونزو سره تړي، نو ورسره مخ کېږي. آيا دا وګړي، کولى شي خپل ټول ژوند په چټکۍ سره بدل کړي؟ 

هېڅکله ستونزو ته له شخص سره نسبت مه ورکوئ. ستونزې د تجربې ترلاسه کولو لپاره يوه وسيله په پام کې ونيسئ او له دې تجربو څخه په استفادې سره، د موخې په لور خپله لار پرانېزئ او د ستونزو د شتون په سبب، منندوى او خوښ اوسئ.

هر وګړيز برياليتوب ته د رسېدو لپاره، لومړى بايد په خپلو باورونو کې بدلون راولئ. له محدودوونکو عقيدو سره بايد څه وکړو؟ غوره لار دا ده چې د پوښتنو په راولاړولو سره هغه کمزورې کړئ او په خپل د ډاد احساس کې تزلزل رامنځ ته کړئ. ستاسو مغز تل غواړي چې تاسو له رنځونو څخه لرې وساتي. پس د هغو منفي پايلو په اړه، چې هغو عقايدو تاسو ته رامنځ ته کړې دي فکر وکړئ او له ځانه وپوښتئ؟
 
1. اوس د دې باور په اړه فکر کوم، کوم پوچ، مسخره او احمقانه اړخونه کولى شم پکې پيدا کړم؟
2. دا عقيده تر اوسه په کومه بيه راته تمامه شوې ده؟ په تېر کې يې کوم محدوديتونه راته رامنځ ته کړي دي؟
3. که په خپله عقيده کې د نظر تجديد ونکړم او هغه ته بدلون ور نکړم، په راتلونکي کې به د کومو زيانونو متحمل شم؟

دې پوښتنو ته ځواب سبب کېږي چې عذاب راوړونکو احساساتو ته له خپلې زړې عقيدې سره پيوند ورکړئ او داسې غولى چمتو کړئ تر څو د هغې نامطلوبې عقيدې پر ځاى يوه رغوونکې عقيده پر ځاى کړئ.
 
سړى د نيکمرغه کېدو لپاره، بايد داسې احساس وکړي چې تل د ودې په حال کې دى او د برياليتوب لپاره د سوداګرۍ په ننۍ نړۍ کې، شرکتونه بايد په دوامدار ډول پرمختګ وکړي. څرګنده ده چې موږ بايد دوامدار پرمختګ د خپل ژوند اصل وګڼو، نه دا چې د تېرو موخو په فکر کې و اوسو.
دا مفهوم په جاپان کې د کايزن په ټکي نوموي چې  د توکو او خدمتونو څرنګوالي ته د همېشني تمرکز او پاملرنې په مانا دى. زه وړانديز کوم چې موږ امريکايان هم په همېشني او نه ختمېدونکي پرمختګ (کن آى) مقيد و اوسو.  

که موږ په معمول ډول خپل پام د هغه څيزونو ودې ته واړوو چې په اوس حال کې هم ممکن دى عالي وي، وبه ګورئ چې دا روحيه په کورنيو، شرکتونو او ټولنو کې څه بدلونونه رامنځ ته کوي.

ستاسو په آند څنګه کولى شو د (کن آى) فلسفه په چټکۍ سره عملي کړو؟

يواځينى څيز چې په ژوند کې د ډاډه والي سبب کېږي دا دى چې پوه شو هره ورځ چې تېرېږي، يو ډول پرمختګ کوو. زه اندېښمن نه يم چې وکولى شم د خپل ژوند څرنګوالى په همدې صطحه کې چې دى وساتم، ځکه چې هره ورځ هڅه کوم تر څو هغه له مخکينۍ ورځې څخه غوره کړم.
 
د پت ريلي (د باسکېټبال مربي) د برياليتوب يو له رازونو څخه په همېشني او تدريجي پرمختګ عقيده ده. هغه په کال ١٩٨٦ کې له يوې لويې ستونزې سره مخ شو: ټيم يې معتقد و چې تر وروستۍ اندازې پورې يې خپله هڅه کړې ده، خو له دې سره يې په تېر کال کې د اتولولۍ په غولي کې برى نه و ترلاسه کړى. د ټيم د وضعيت د ښه والي لپاره، ده لوبغاړو ته دنده وسپارله چې که هر وګړى، له پنځو اصلي مهارتونو څخه يواځې يو په سلو کې پرمختګ وکړي، ټيم به يې بريالى شي، ځکه ١٢ کسيزه ټيم، به هغه وخت مجموعاً ٦٠ په سلو کې غوره شي.

د دې طرحې د بري راز، د هغې په ساده والي کې و، هر چا يقين درلود چې کولى شي لږ تر لږ د يوې سلنې په کچه، په هر غولي کې خپلې وړتياوې ډېرې کړي!

که تاسو په دوامدار ډول کوچني پرمختګونه وکړئ، په پايله کې کومو موخو ته کولى شئ ورسېږئ؟

ستاسو ورځني افکار، اعمال او پرېکړې د کومو عقايدو تابع دي؟ دا تمرين ترسره کړئ تر څو په ځان باندې د عقيدې ځواک ومومئ؟

1. د يوه کاغذ په سر کې وليکئ (رغوونکې او وړتياورکوونکې عقيدې) او د بلې پاڼې په سر کې وليکئ (کمزورې کوونکې او محدودوونکې عقيدې)
2. د لسو دقيقو په موده کې د عقايدو په دې دوو پاڼو کې وګرځئ او هر څه مو چې په پام راځي وليکئ.
3. د فکر په وخت کې، هم ځانګړو او هم ټوليزو (نړيوالو) عقايدو ته مو پام واړوئ. په ځانګړي ډول هغه عقايدو ته چې په (که) سره پيلېږي. مثلاً (که تل له خپلو امکاناتو څخه استفاده وکړم بريالى به شم)  

ژوند ته د ودې ورکولو يوه تر ټولو اغېزناکه لار دا ده چې خپلې رغوونکې او مثبتې عقيدې وپېژنو، هغه ځواکمنې کړو، او د خپلو خيالونو د عملي کولو په لور کې له هغه څخه استفاده وکړو.

1. هغه لړ چې له رغوونکو او محدودوونکو عقيدو (د دې کتاب ٨٧ شمېره) څخه مو چمتو کړى، وڅېړئ. له وړتياورکوونکو عقيدو څخه درې فقرې ځانګړې کړئ.
2. په دقيق ډولً ځانګړې کړئ چې ولې او څه ډول دا عقايد تاسو ځواکمنوي؟ په څه ډول دا عقايد ستاسو د ژوند د څرنګوالي د لوړوالي او روحيې او شخصيت د ځواکمندېدو موجب کېږي؟ که دا عقايد ټينګ کړئ څه لويې او مثبتې اغېزې به ولري؟
3. له دې وړتيا ورکوونکو عقايدو څخه ځينې ، او يا هغه ټولې د يقين او ايمان په بڼه واړوئ. دا سې د نه وېجاړېدو وړ ډاډ هغوى ته پيدا کړئ چې کړنلارې مو تر اغېزې لاندې راولي او تاسو ته د هغه مطلوب لوري په خواه چې لرئ يې، لارښوونه وکړي. اوس د خپل ايمان پر بنسټ عمل وکړئ.
 
اوس دا وخت دى چې د هغو عقايدو له شره چې نور مو په درد نه خوري خلاص شئ.

1. له تر ټولو محدودوونکو عقايدو څخه دوې فقرې ځانګړې کړئ.
2. د پوښتنو په راولاړولو سره، د دې عقايدو بنسټ متزلزل کړئ. دا عقيده څومره مسخره او بې مانا ده؟ 

آيا هغه چا چې دا خبره ماته کړې ده د ښه والي سرمشق ده. که دا عقيده وساتم له کومو عاطفي زيانونو سره به مخ شم؟ له جسمي، مالي او له نورو سره د اړيکو نظريه به په کومه بيه راته تمامه شي؟ دا عقيده به زما د کورنۍ او علاقې وړ وګړو لپاره څه زيانونه ولري؟

3. د دې عقايدو اغېزې او منفي پايلې په خپل ذهن کې انځور کړئ. يو ځل او د تل لپاره پرېکړه وکړئ چې نور د دې عقايدو درنه بيه ورنکړئ.
4. دوې داسې نوې عقيدې چې د زړو عقيدو پر ځاى يې وټاکئ، وليکئ.
5. نوې او وړتيا ورکوونکې عقيدې ځواکمنې کړئ. هغه بې شمېره ګټې چې د دې عقايدو له لرلو څخه به مو په برخه شي په فکر کې انځور کړئ.

آيا د هغو عقيدو ارزښت ته چې د ځان يا نورو په اړه يې لرئ وقف ياستئ؟

که د ځواکمن ايمان په اثر مو کولى شواى خپلې پراخه وړتياوې په کار واچوئ، د کومو کارونو په ترسره کولو به قادر واست؟

Copyright Larawbar 2007-2024