کور / تازه خبرونه / د هسپانيې صدراعظم افغانستان ته راغئ

د هسپانيې صدراعظم افغانستان ته راغئ

د هسپانيې صدراعظم لويس زاپاتيرو پرون په يوه نا اعلان سوي سفر افغانستان ته راغى.
نوموړي له ولسمشر کرزي سره تر خبرو وروسته په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د هيواد عسکر به يې تر هغه وخته په افغانستان کي پاته وي چي افغان امنيتي ځواکونو ته د خپل ملک د امنيت چاري ورسپارل سي.
د هسپانيې د صدراعظم د ناڅاپي سفير نور جزيات تر اوسه نه دي په ډاګه سوي چي د نوموړي د سفر اصلي موخه څه وه.
هسپانيه په افغانستان کي ١٥٠٠ عسکر لري چي له ٢٠٠٢ کال راهيسي يې ٩٢ پوځيان په افغانستان کي له لاسه ورکړي دي.