کور / تازه خبرونه / مالډيف يو ځل بيا د افغان مخالفو غاړو کوربه دئ

مالډيف يو ځل بيا د افغان مخالفو غاړو کوربه دئ

راپورونه وايي چي په مالډيف کي د افغان جنګ د ښکېلو غاړو ترمنځ يو ځل بيا مذاکرات پيل سوي دي.
دا دريم ځل دئ چي په مالډيف کي د حکمتيار د زوم همايون جرير، د ولسي جرګې د ځينو غړيو او د طالبانو د نامعلومو استازو ترمنځ په دې هيواد کي خبري کېږي.
د طلوع تلوېزون وايي په دې غونډه کي چي پرون پيل سوې ده، د حکمتيار زوم همايون جرير، زوى يې فېروز حکمتيار، د طالبانو د کوټي د شورا او د حقاني شبکې استازي برخه پکښي لري.
په مالډيف کي دوه ځله دمخه هم دغسي غونډي ترسره سوي دي، چي هم طالبانو او هم حکمتيار د خپلو ډلو استازيتوب پکښي رد کړئ دئ.
د حکمتيار د اسلامي حزب وياند انجينر زرغون د مالډيف د لومړۍ غونډي پر مهال ويلي وو، چي همايون جرير او فېروز حکمتيار د دې ګوند استازيتوب نسي کولاى.
د دې ډلي يوه بل غړي لراوبر ته ويلي چي همايون جرير د حکمتيار زوم نه دئ، د ورېرې خاوند يې دئ او فېروز يې هم وراره دئ.
نوموړي کس ويلي چي جرير او فېروز دواړه د اېران په پيسو او لمسون دغسي غونډي جوړوي.