کور / تازه خبرونه / کندز:ډاکټرانوپه احتجاج لاس پوری کړ

کندز:ډاکټرانوپه احتجاج لاس پوری کړ

دکندوزولایت سمییزروغتون ډاکټرانو په احتجاج لاس پوری کړ اودکاربندلواعلام یی وکړ دیادروغتون ډاکټرانو له هغی وروسته په ورته عمل لاس پوری کړ چی تیره شپه دیادروغتون څوتنه ډاکټران دملی امنیت دکسانو له لوری وډبول شول. دکندوز دسمییزروغتون یوتن ډاکټردنوم دنه ښوولوپه شرط لراوبرسره په خبروکی وویل: چی تیره ورځ دامنیت امرناروغ ووهغه روغتون ته دخپلی درملنی په موخه کسان رااستولی ووچی وروسته دیاد روغتون دجلدی څانګی یوتن ډاکټرورسره تللی وواودهغه درملنه یی کړی وه بیا وروسته څووسلوال په روغتون راننوتل داوخت نیمه شپه وه، هغوی شکایت کاوه چی زمونږسره یی قابله ډاکټرندی لیږلی او غوښتنه یی کوله چی بل ډاکټر زمونږه سره واستوی څرنګه چی شپه وه ډاکټر ورسره دنه تللو خبره وکړه بیا وروسته دوی دروغتون په دننه کی له ډاکترانوسره لاس واچوه چی په پایله کی دداخلی دبرخی یوډاکټریی ټپی کړاونوریی سخت تهدیدکړل.
دیاد روغتون ډاکټران دروغتون مخی ته راټول شوی اووایی ترهغی به کارونه پیل نه کړی ترڅوچی ددی خبری سپیناوی نه وی شوی .