کور / تازه خبرونه / کندهار ته نوى امنيه قومندان وټاکل سو

کندهار ته نوى امنيه قومندان وټاکل سو

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دې وزارت په اړوندو تشکيلاتو کي د بدلون په موخه جنرال خان محمدمجاهد د کندهار د نوي امنيه قومندان په حيث ټاکلى دئ.
خان محمدمجاهد په ١٣٧١ کال د مجاهدينو د لومړني حکومت پر مهال د کندهار د دوهم نمبر قول اردو قومندان وو، چي په ٢٠٠١ کال يې د طالبانو تر ماتي وروسته يو ځل بيا د قول اردو د قومندان په توګه کار پيل کړ، څه موده وروسته يې د کندهار د امنيه قومندان او بيا د بلخ د امنيه قومندان په حيث دندي ترسره کړې.
خان محمدمجاهد د اوسنيو پارلماني ټاکنو پر مهال ځان ولسي جرګې ته هم کانديد کړى وو، خو د لومړنيو نتايجو په کاميابو وکيلانو کي يې نوم نسته.