بغلان:دافغان بیسم مخابراتی شرکت ستنه وسوزل شوه

46 | نوومبر 7th, 2010


تیره شپه ۱۲ بجی نامعلومووسلوالودبغلان ولایت ددوشی ولسوالې دګیله ګی دخنجګک په سیمه کې دافغان بیسم مخابراتې شرکت یوه ستنه وسوزوله ددغه ولایت مسوولین واېې چی دپیښې په تړاوڅوک ندی نیولی داپه داسې کې ده چی تیره میاشت هم په همدغه ولسوالی کی داریبامخابراتی شرکت دوه ستنی سوزول شوی ووی خودالومړی ځل دی چی دافغان بیسم ستنه له منځه وړل کیږی.همدغه رازپه همدغه ولسوالی کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهدلراوبرته په یوه رااستول شوی پیغام کی ویلی چی تیره شپه ۸ بجی یی د دوی ملګرو پراکمالاتی کاروان برید ترسره کړی چی دهغه په وینا یوصرف ګاډي اوټیلیریی ویجاړکړی دی او۳ تنه پولیس یی په کې وژلی خودیادولایت چارواکې دطالب ویاند دا ادعاء بی بنسټه بولی اونه یی منی چی ګواکې دویته دی په کې زیان اوښتی وی.

Copyright Larawbar 2007-2024