کور / تازه خبرونه / سعودي: ١٢ افغان حاجيان وفات سوي دي

سعودي: ١٢ افغان حاجيان وفات سوي دي

افغان چارواکي وايي سعودي عربستان ته د زرونو په شمېر حاجيانو له منځه تر نن غرمې پوري ١٢ تنو افغان حاجيانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دئ.
په مکه مکرمه کي د افغانستان د روغتيا وزارت يوه مسئول چي له حاجيانو سره تللى دئ، آزادۍ راډيو ته وويل چي د افغان حاجيانو سره متخصص ډاکټران موجود او روغتيايي اسانتياوي ورته برابري دي.
نوموړي چارواکي ويلي چي دغه کسان د کومي ځانګړي ناروغۍ له وجي نه دي مړه سوي، بلکي د مړيني علت يې جسمي کمزوري او د عمر ډېروالى دئ چي په طبيعي مرګ يې ژوند له لاسه ورکړى دئ.