د نوموتي سندرغاړي سليم کندهاري ياد غونډه جوړه سوه
عطاالله محمدي
د نوموتي او جاودګر ږغ درلودونکي سندرغاړي سليم کندهاري ياد غونډه تېره ورځ د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کي دياد رياست له خوا ، د لسګونو کندهار ميشتو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، سندرغاړو او هنر مينوالو په ګډون جوړه سوه.
سليم کندهارى د استاد کريم جان زوى او په ١٢٩٨ يم لمريز کال کي يې د کندهار د لومړۍ ناحيې د عليزو په کوڅه کي دې فاني نړۍ ته سترګي پرانستې.
د غونډي په لومړۍ برخه کي کندهار ميشتو ليکوالو په خپلو مقالو سره د نوموتي سندرغاړي سليم کندهاري ستاينه وکړه او هغه يې د کندهار د موسيقۍ د اسمان ځلانده ستورى ونوموى.
له مقالو ورسته غونډي ته راغلو سندرغاړو تر نيمي شپې د سليم کندهاري په ياد په سندرو ويلو سره ګډون وال خوښ وساتل او دا يې په ګوته کړه چي د سليم کندهاري په نه ستون کي بيا هم په کندهار کي د سندرو ويلو او موسيقۍ هنر مخ په وده دى.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ځوان رئېس عبدالقديم پتيال د تکړه سندرغاړي سليم کندهاري په ياد جوړه سوې غونډه په کندهار کي د موسيقۍ د کلتور د ودي او پر مختګ لپاره يو مهم ګام وباله او دې ته ورته د نورو غونډو جوړېدنه يې هم اړين وبلله ځکه دده په وينا چي موسيقي د کلتور په پراختيا او د ژبي په وده کي د پام وړ تاثير کوي.
د لمانځ غونډي په وروستيو شېبو کي غونډي ته رابلل سوو يو شمېر ليکوالو ، شاعرانو او سندرغاړو ته تحفې هم ورکول سوې چي لامل يې پتيال ديادو کسانو تشويق او ستاينه وبلى .
خوږ ژبى سندرغاړى سليم کندهارى چي په راډيو افغانستان کي يې د رسمي مامور دنده درلودل په استادانه ډول يې د موسيقۍ ١٨ آلې ږغولې او د لومړي ځل لپاره يې د سنتور په نوم د موسيقۍ آلې ته په افغانستان کي رواج ورکړ.
کندهار د هيواد په کچه د هنر پالني د کور په نوم ياديږي او په خپله لمن کي يې زيات شمېر نوموتي ليکوالان، شاعران، اديبان او نوميالي روزلي دي.