کور / تازه خبرونه / طالبانو امریکایی کانګریس والو ته خبردارﺉ ورکړ

طالبانو امریکایی کانګریس والو ته خبردارﺉ ورکړ

په هغه اوږد سر خلاصي لیک کی چی د طالبانو د ویاند قاری یوسف احمدی لخوا امریکایی کانګریس والو ته لیکل سوﺉ ، یادونه سوې چی ستاسو پوځ زموږ د هېواد سره جګړه د یوې داسی پیښی څخه راپیل کړه چی په هغې کی افغانانو هیڅ دخل نه درلود خو دغه جګړه مو د روان کال د جون پر اوومه د ویتنام تر جګړې مشره سوه او هغه نن د امریکا په تاریخ کی تر ټولو اوږده جګړه ثبت سوه .
لیک داسی دوام ورکوی : په دې جګړه کی ستاسو په بلیونونو ډالره او په زرګونو پوځیان ضایع سول او پوځ مو زموږ په زرګونو انسانان ووژل او حتی سربسته کلي یې تر خاورو لاندی کړل او پوځ مو د خپلو نړیوالو مؤتلفینو او سیمه ییزو غوړه مالانو او فرصت طلبانو سره د جګړې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندی کړل . لیک زیاتوی چی : خو موږ خپل روا مقاومت ته پایښت ورکړ او ستاسو د عصری وسلو او موډرنی ټکنالوجۍ مخه مو دب کړې ده .
قاری یوسف داسی دوام ورکوی : رابرټ ګېټس وایی چی موږ په افغانستان کی د پرمختګ په حال کی یو ، جنرال پترس وایی چی د افغانستان د وضعیت ابتکار زموږ په لاس کی دی ، خو که داسی وی نو بیا ولی پخپله همدا ستاسی رسنۍ روان کال ستاسو د پوځیانو تر ټولو خونړی کال بولی ؟ احمدی پسی زیاتوی چی : اوباما تیر کال په جنوب کی پوځیان زیات کړل خو موږ په مقابل کی د کابل او کندهار په ګډون د مختلفو ښارونو په دننه کی عملیات او نفوذ ډیر کړ او مقاومت مو سرتاسري کړ او په ختیځ او شمال کی مو هم محاذونه درته ټینګ کړل .
قاری یوسف کانګریس والو ته ډول ډول مثالونه وړاندی کوی او دا ورښیی چی ستاسو دولت او استخبارات د دې مقاومت په هکله درواغ درته وایی او هغه په یوه طبقه یا یوه ډله او یا هم په یو قوم پوری تړی او یا یې هم کوم همسایه ته منسوبوی . خو احمدی د دې ټولو انګېرنود باطل ثابتولو دلایل او مثالونه ورته وایی او زیاتوی چی آیا تاسو کولاﺉ سیً چی د هغو لس ګونو زرو بندیانو له منځه یو څو بهرنیان دنیا ته ښکاره کړﺉ تر څو دا ثابته سی چی همسایګان دا جنګ مخته بیایی ؟ احمدی په هلمند کی د یو ۶۹ کلن صالح جان اکا قصه ورته کوی چی د خپل ۱۸ کلن زوی عطا جان په مرسته یې په تیرو ۲۱ میاشتو کی د خارجی ځواکونو ۳۲ ټانکونه او ۶ رنجر موټرونه په ماینونو الوزولي دي . قاری یوسف زیاتوی چی تاسو قضاوت وکړﺉ چی اوس نو د جګړې ابتکار ستاسو دی که زموږ ؟ او د جګړې اوږدول به تاسو ته ډیر تکلیف وی که موږ ته ؟
لیک په پای کی وایی : څنګه چی پارلمان د پریکړو وروستۍ مرجع وی او مالی بودجې له همدې لورې تصویب کیږی ، نو ځکه د پیښو او قضایاوو مسؤلیت هم تر ډیره حده تاسو ته راجع کیږی او ځکه می د افغانستان د ځینو واقعیتونو په هکله توضیحات درته ولیکل او څنګه چی خپل ولس رایی درکړې او د هغوی استاځی یاست نو موږ د افغانستان د قضیې د اصلی خاوندانو په توګه د هغې یو ژوندی تصویر درته وړاندی کړ چی ستاسو د جنرالانو د خود ساخته لاسته راوړنو او رپوټونو سره ډیر فرق لری .