د حاجي ميرويس خان نيکه د مزار د ترميم چاري بشپړي سوې

عطاالله محمدي | نوومبر 7th, 2010


د کندهار په کوهکران سيمه کي د حاجي ميرويس خان نيکه د مزار د تر ميم چاري چي څلور مياشتي وړاندي د کندهار ولايت مقام په خاصه پاملرنه پيل سوي وې بشپړي او رسماً پرانستل سوو.
د افغانستان د بنسټ اېښودونکي حاجي ميرويس خان نيکه مزار د کندهار ښار څخه لوېديز لورته د کندهار هرات پر لويه لاره د کوهکران په سيمه کي موقيعيت لري چي د ترميم چاري يې د ١٣ لکه افغانيو په لګښت د څلورو مياشتو په موده کي د يوه افغان شرکت له خوا پاى ته ورسېدې او نن د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي پرانستل سوو.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئېس عبدالقديم پتيال د مزار د پرانستني پر مهال خبريالانو ته وويل د حاجي ميرويس خان نيکه د مزار د ترميم چاري چي پکښي، د اصليت او هنريت په پام کي نيولو سره د ټول مزار رنګ، د نويو دروازو او کلکينانو نصبونه، د احاطې د دېوال ترميم، په مزار کي د ننه د پارک د پياده روونو جوړونه، تشنابونه، د اوداسه ځايونه او نولې او د برېښنا د توليد لپاره سولر هنداري نصب سوي دي د څلورو مياشتو په موده کي، په څلور پړاوه کي بشپړي سوي .
هغه د ياد مزار د ترميم کار د کندهار د اطلاعاتو ا و فرهنګ رياست د تاريخي اماکينو د ساتني د څانګي د کارونو د لړۍ يوه کړۍ وبلله اوپه کندهار کي يې ددې ډول نورو تاريخي او فرهنګي ودانيو د ترميم خبره هم وکړه چي دده په وينا ور څخه د يوې ټولني تاريخ، دود، د ژوند ښکلا او لرغونتوب څرګنديږي .
کندهار د هيواد په کچه يو له لرغونو ولايتونو شميرل کيږي چي پکښي د غزني او هرات ولايتونو په شان ګڼ شمير زيارتونه او ددې سيمي د هويت ښودني لپاره ګڼي .

Copyright Larawbar 2007-2024