کور / تازه خبرونه / افغان ملي پوليسو ١١٠ کيلو ګرامه هيروئېن ونيول

افغان ملي پوليسو ١١٠ کيلو ګرامه هيروئېن ونيول

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي افغان ملي پوليسو تېره ورځ ١١٠ کېلوګرامه هيروئين نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد نشيي توکي يې د دې ولايت په ميوند ولسوالۍ کي د بادغيس ولايت پليټ درلودونکي مازاد موټر کي د پلټني پر مهال يو سل او لس کېلو ګرامه هيروين له يوه چلوونکي او يو بل تن سره ونيول چي هيروئين او د لېږد په تور دوه تورن کسان د امنيه قومندانۍ د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې مديريت ته سپارل سوي دي .