کندهار : نا پېژاندو وسله والو يو تن وواژه

عطاالله محمدي | نوومبر 7th, 2010


د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي ناپېژاندو وسله والو يو تن په ډزو وواژه . د نوموړو مسئولينو په وينا چي نوموړى کس غلام حبيب نومېدى او د کندهار د لوى محبس کي يې کار کاوه چي نن سهار د ښار په زړه يعني دوهمه ناحيه کي اخوند صاحب دانې ته څېرمه د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل سو . نوموړي مسئولين وايي چي په دې اړه يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پلټني پيل کړي دي .
دا وژنه په داسي حال کي ده چي همدا نن ورځ کندهار والي د ښار امنيت د پخوا په پرتله ښه وباله .

Copyright Larawbar 2007-2024