کندهار : يوه کړۍ ماين کشف او له منځه يوړل سو
عطاالله محمدي
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نن ورځ يې يوه کړۍ ماين کشف او له منځه وړى دئ . د خبرپاڼي په حواله چي ياد ماين يې د دې ولايت د پنځمي امنيتي حوزې اړوند د حاجي عزيز په سيمه موندلى . په خپرپاڼه کي د دې کار پړه پر وسله والو طالبانو اچول سوې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي .