عراق: جلال طالباني يو ځل بيا ولسمشر سو
د عراق حکومت اعلان کړئ، چي تر شپږ مياشتني جنجال وروسته د دې هيواد سياسي کړۍ دې پايلي ته رسېدلي چي جلال طالباني يو ځل بيا د ولسمشر او نوري المالکي د صدراعظم په توګه وټاکل سي.
په عراق کي د روان کال د مارچ په مياشت کي پارلماني انتخابات ترسره سول، چي يوې ډلي هم د حکومت جوړوني ته په کار اکثريت چوکۍ ترلاسه نکړې او پر ايتلافي حکومت سياسي ډلي نه سره جوړېدې.
د عراق ولسمشر جلال طالباني نن د نوي دورې د پيل دپاره د لوړي مراسم ترسره کړل او له نوري المالکي څخه يې غوښتي دي، چي د يوې مياشتي په ترڅ کي نوى حکومت جوړ کړي.
په پارلمان کي تر نورو ډلو د ډېرو چوکيو ګټونکي ګوند ته د پارلمان رياست ورکول سوئ دئ.
د امريکا حکومت د عراق د حکومت ملاتړ کړى او ويلي دي چي په نوي حکومت کي ټولي ډلي د ګډون احساس کوي.