کور / سپورټي / په ننګرهار کښی د ښونځیو ترمنځ د روانو سیالیو بشپړراپور

په ننګرهار کښی د ښونځیو ترمنځ د روانو سیالیو بشپړراپور

د افغانستان د کرکټ بورډ په همکارۍ او د مسلم هنډ د مرستندویه ټولنې په مالي لګښت د هیواد په کچه د ۶۴ ښونځیو لوبډلو تر منځ سیالۍ په لار اچولې چی پدی لړ کښی په ننګرهار کښی هم د نوموړي ولایت د کرکټ د مسول ښاغلی هدایت الله حسینزاده او د سیالۍ د منتظم او د کرکټ د سمیز روزونکي روزي خان زرمتي د نظر لاندې د بهسودو په لوبغالي کښی د اتو(۸) تعلیمي لیسو د کرکټ د لوبډلو تر منځ د ناک اوټ سیستم په بنیاد ترتیب شوې وې.
د ښونځیو په کچه افغان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې دا سیالۍ په لاره اچولې وي په دې سیالۍ کې د ۶ ولایتونو لوبډلو ښونځیو لوبډلو ګډون کړی و. د کابل ولایت څخه د ۲۴ ښونځیو ۲۴ لوبډلو ګډون او د نورو ۵ ولایتونو څخه اته اته لوبډلو ګډون کړی و.
د هر ولایت لوبډلو په خپلو منځونو کې په خپل ولایتونو کې سیالۍ وکړي او د ښونځیو د کچې اتو غوره لوبډلو
( سوپر۸) منځ لوبو ته یې د خپل ولایتونو څخه یوه یوه پیاوړې لوبډله وروپیژندله.
د دې سیالۍ اته غوره لوبډلې (سوپر۸) د نومبر په ۲۱ نېټه منځ لوبې کوي چې لومړۍ لوبه به د ننګرهار ولایت او د غزني ولایت د ښونځیو تر منځ وي.
اته غوره لوبډلې په لاندې ډول دي چې د کابل کرکټ په ملي سټډیم کې په ۲۱ نېټه منځ لوبې پېل کوي

په ننګرهار کې د سیالۍ بشپړ راپور په لاندې ډول دی:

پایلوبه
چهارشنبه د نومبر لسمه
د سیالۍ په اخیري پړاؤ کښې د نصرت او عبدالوکیل د لیسو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چی د عبدالوکیل لیسه وتوانیده خپل سیالې لوبډلې نصرت ته په ۴۷ منډو ماتی ورکړي او د سیالۍ اتلولي خپله کړي.
پچه د نصرت لیسې لوبډلی وګټله خو مخالفې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، د عبدالوکیل لیسې په ټاکل شویو ۱۴ اورونو کښی د ۹ لوبغاړو په سوزیدو ۱۵۱ منډی جوړې کړي. د نصرت لیسې ته یې د ۱۵۲ منډو غټ هدف وټاکه د عبدالوکیل لخوا ایوب او عبدالاکبر ۳۴ ۳۴ منډی جوړی کړی، د ۱۵۲ منډو د هدف د ترلاسه کولو په موخه دنصرت ټول لوبغاړي یواځې په ۱۰۴ منډو وسوځیدل، د نصرت له لورې رومل وتوانیده چی ۲۳ منډی جوړې کړي او د مخالفی لوبډلې څلور لوبغاړی وسوځوي، همدارنګه پښتون یوسفزي ۲۶ تیزی منډی جوړی کړی چی دوه شپږیزی او ۳ څلوریزی پکښې شاملی وې. ذبیح د لوبې اوایوب د سیالۍ غوره لوبغاړي ونومول شول.
د لوبې لیدو ته په یو زیات شمیرکښی د کرکټ د مینوالو سربیره د ولایتی شورا غړي، د مسلم هنډ د خیریه موسیسې ولایتی مشران او د کرکټ ولایتی مسؤلین د کرکټ لوبې د ودې او پرمختګ په خوخه راغلي و.

دوهمه نیمه پایلوبه:
د یکشنبی ورځ ورسته له غرمی د نومبر اومه
د سیالۍ دوهمه نیمه پایلوبه د عبدالوکیل او افغان مراد د لیسو ترمنځ په لار واچول شوه، چی د عبدالوکیل د لیسې په بریا پای ته ورسیده او د عبدالوکیل لیسه وتوانیده چی د ۹۶ منډو اسان هدف خپل او د روانی سیالۍ پایلوبې ته لار بیامومي. د عبدالوکیل لیسې ذبیح ته د ښه توپویشتنی له امله د غوره لوبغاړي لقب ورکړشو.

لومړۍ نیمه پایلوبه:
د یکشنبی سهار د نومبر اومه
د سیالۍ په دوهم پړاؤ کښی لومړۍ نیمه پایلوبه د شهید عارف او نصرت د لیسو تر منځ ترسره شوه، چی د نصرت لیسې په ګټه پای ته ورسیده. پچه د نصرت لیسې وګټله او لومړی یې مخالفه لوبډله توپوهنې ته راوبلله. د شهید عارف لیسې په ټاکل شویو ۱۴ اورونو کښی د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ۱۲۴ منډی جوړی او د ۱۲۵ منډو هدف یی د نصرت لیسې مخی ته کیښود د نصرت لیسه وتوانیده چی یواځی د دوه لوبغاړو په تاوان هدف خپل او ددې سیالۍ پایلوبې ته ځان ورسوي. د نصرت لیسې لخوا د پښتون یوسفزي ناسوزیدلی ۳۷ منډو د لوبډلې په بریا کښی مهمه ونډه درلوده او د ښه توپویشتنی پراساس صباوون د لوبی د غوره لوبغاړی د اعزاز حقداروشمیرل شو.

څلورمه لوبه:
دشنبی ماسپښین د نومبرشپږمه
د سیالۍ د لومړي پړاؤ وروستۍ لوبه د عبدالوکیل اوچکنورۍ لیسو ترمنځ ترسره شوه، چی د عبدالوکیل د لیسې په ګټه تمامه او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده. پجه د د چکنوریو لیسې وګټله او لومړی یې د عبدالوکیل لیسه توپوهنې ته راوبلله چی د عبدالوکیل لیسې په ټاکل شویو ۱۴ اورونو کښې ۱۵۲ منډې جوړی او د چکنوریو لیسې ته یۍ د ۱۵۳ منډو هدف ورپه ګوته کړ، چې د چکنورۍ لیسې ټول لوبغاړي په ۱۳۶ منډو وسوزیدل او لوبه د ۱۸ ډیرو منډو په توپیر د عبدالوکیل لیسې په بریا پای ته ورسیده .

دریمه لوبه:
دشنبی سهارد نومبرشپږمه
د سیالۍ دریمه لوبه د نصرت او تجربویی لیسو د لوبډلو ترمنځ په لار واچول شوه، چې د نصرت لیسی په بریا پای ته ورسیده. پجه د تجربویی لیسی وګټله او لومړی یی خپله توپوهنه غوره کړه او په ټاکل شویو ۱۴ اورونو کښی یې د ۹ لوبغاړو په تاوان صرف د ۱۰۶ منډو اسان هدف د نصرت لیسی توپوهونکو ته وټاکه چی د نصرت لیسې لوبډله یواځی د دوه لوبغاړو په سوزیدلو هدف ته ورسیده. د نصرت لیسی لخوا باسط ۴۰ او پښتون یوسفزي ۳۰ منډې جوړی او خپله لوبډله یې نیمه پایلوبی ته ورسوله. باسط د لوبی غوره لوبغاړی ونومول شو.

دویمه لوبه:
د سیالۍ دوهمه لوبه د جمعی له لمانځه وروسته د میا عمر او افغان مراد د لیسو ترمنځ ترسره شوه افغان مراد لوبډلې د پچې په ګټلو سره خپله د توپوهنی پریکړه وکړه او وتوانیده چی په ټاکل شویو څوارلس اورونو کښې د اته لوبغاړو په سوزیدو ۱۲۷ منډی جوړی او مخالفې لوبډلې ته یې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه، خو د میا عمر لیسی ونه کولای شو چی ذکر شوي هدف ته ورسیږی او لوبه د ۹ ډیرو منډو په توپیر د افغان مراد دلیسی په ګټه پای ته ورسیده. د افغان مراد د لیسی توپویشتونکی افتخارد غوره لوبغاړی اعزاز خپل کړ.

پیل لوبه:
د جمعی سهار د نومبر پیځمه
په لومړنۍ او د سیالۍ د پرانستې په لوبه کښی چی د جمعی په سهار د ننګرهار او د شهید عارف د لیسو لوبغاړي د سیالۍ ډګر ته راووتل، لوبه د ننګرهار د لیسې په ماتی پای ته ورسیده. پچه د ننګرهار لوبډلی وګټله او لومړی یی خپله د توپوهنی پریکړه وکړه او په ټاکل شویو څوارلس اورونو کښی یی د پنځه لوبغاړو په سوزیدلو ۱۵۴ منډی جوړی او خپل سیال ته یی د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه چی د شهید عارف د لیسې لوبډلی ټاکل شوی هدف په ۱۳.۱ اور کښی پوره او نیمه پایلوبې ته یی لار پیدا کړه.قسمت خان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.