کور / د ډيورنډ کرښه / دولسم نوامبر دپښتنو د یوالی ورځ

دولسم نوامبر دپښتنو د یوالی ورځ

 د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند  د پښتنو د ملی ازادۍ دعدم تشدد د غورځنګ يوه برخه ده چې په 1929ع کال کې د انګريزی ښکيلاک په ضد د باچا خان « فخر افغان » په مشرۍ منځ ته راغلی دی .
پښتانه چې په اوسنی وخت کې ۶۰ ميلونه اټکل کيږی د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډای او موړ کلتور خاوندان دی چې پښتونولی نوميږی  پښتونولی د جرګو يو ولسوليز سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشحال خان بابا وائی:
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

د جرګو سيستم چې د پښتونولۍ بنسټ جوړ وی چی تر اوسه  په مونږ کې رواج دی د هډی ټولنو محصول دی چې لس زره کاله د مخه اټکل کيږي دا ددی مانا لری چې پښتون قوم لس زره کاله د مخه موجود ؤ .پښتنو پدى خپل اوږد تاریخ کې ډیری سړی او تودی ليدلی دی خو تل ئې خپل ملی او قامی هويت ساتلی دی . په1893 ع کال کې پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنی کرښی پواسطه په مصنوعی توګه پښتانه په برخو وويشی خو پښتانه چې نه يوازی ګډ تاریخ ، ګډه ژبه ، او ګډ کلتور لری بلکی جغرافيائی وحدت هم جوړوی . دغه کرښه په عمل کې نده مراعت کړی او بې له پاسپورته يو د بل سره تګ راتګ لری . څنګه چې د هند د نيمی وچی څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ توافق لیک  د ولسونو د حقوقو له مخی په اوتوماتيکه توګه د اعتباره لويدلی و ځکه چې په کومه موخه چې دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللی وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق لیک  چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه په یوه غټه غونډه کی چی په جرمنی کی  د انګلستان سفارت د بهرنیو اړیکو مسول هم ورته رابلل شوی ؤ،  د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د
ورځى په نامه ونوموله،او هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې لمانځی .
لکه څنګه چی ټولو ته څرګنده ده، د ډیرو کلونو راهیسی په هیواد کی روانه جګړه د پښتون قوم لوی کور ته راټوله شوی ده
پدغه تپل شوی جګړه کی د ډیورنډ کرښی دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کیږی، اقتصادی بنسټونه ئی ړنګیږی، ښوونیز او روزنیز مرکزونه ئی سوځول کیږی. ماشومان او ځوانان ئی له زده کړی پاتی کیږی  قامی او ولسی مشران ئی وژل کیږی ، د پښتونولئ ارزښتونو ته په سپکه کتل کیږی او د انسانی ژوند د پرمختګ ټولی لاری ئی تړل کیږی.چی مونږ ئی په کلکه سره غندو.
که نړیوال ډیموکراټیک قوتونه او  د افغانستان او پاکستان حکومتونه  غواړى چې په سيمه کې امن او سوکالی وى نو د پښتنو د يووالى او نزدی والی  لپاره دى کوټلى ګامونه واخلى . پښتانه يو وجود دى او یو له بل نه، نه شى بيلیدلى.
افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نو پکار ده چې د افغانستان ورونه قومونه د پښتنو دقامى وحدت ملاتړ وکړى.
 مونږ د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى پښتو وکړی او په زغرده پښتو ووائى ، پښتو وليکى تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه وارى تر سره کړى.
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ټولو پښتنو / افغانانو د پوهانو ، سياستوالو ، اديبانو ، شاعرانو ، ليکوالانو، ټولنيزو، ملى ، ولسی او دولتى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) څخه غوښتنه کوى چې خپلى ژبې پښتو د ودى او پر مخ تګ او د قام د یووالی  لپاره کار وکړى چې نه يوازى پښتو ژبه مخ په وړاندى لاړه شى بلکه د پښتنو د قامى وحدت عزم پیاوړى شى . قامى وحدت زمونږ فطرى اوقانونى حق دى
پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى،زمونږ په اند  پغير د پښتنو د قامى وحدت، سوکالئ او ارامۍ څخه په سیمه کې امن او سوکالې نه شى راتللى نو د پښتنو ټولنيز ولسوګوند د نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو ځواکونو او دغه راز د ګاونډیو هیوادونو څخه یو ځل بیا په کلکه غوښتنه کوى چې د پښتنو په بيا يووالى کې مرسته وکړى. د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى.
په درناوی