په کابل کی د ناټو پر قطار بمی حمله وسوه
رویټر لیکی چی نن په کابل ښار کی د ناټو پر پوځی کاروان یوه بمی حمله وسوه خو تر اوسه د تلفاتو په باره کی څه نه دي ویل سوي . پولیس وایی چی هغه نفر په ځان پوری بمونه تړلي وو خو ناټو وایی چی یا ، هغه موټری بمی حمله وه یا مځکنی ماین و چی وروسته به یې معلومه کړو . دا پسله درو میاشتو څخه لومړنۍ دغسی حمله ده چی په کابل کی کیږی .