کندهار: ځانمرګي بريد د ناټو درې سرتيري ووژل

34 | نوومبر 14th, 2010


په کندهارکي دايساف ځواکونومطبوعاتي دفترنن يکشنبې خبري رسنیوته وويل چی تيره ورځ دژړۍ ولسوالۍدسنګ حصارپه کلې کی ددوى دګزمې پرموټرځانمرګى بريدسوى چي په پايله کي يې ٣تنه سرتيري وژل سوي دي .
مطبوعاتي دفتردوژل سويوسرتيري دهويت په اړه نورڅه نه وايي .
په سيمه کي عيني شاهدان وایې چي دوى دپيښي په ځاى کي مړي اوژوبل کسان ليدلي چي له ټانکونوڅخه يې چورلکوته پورته کول .
همدارنګه دایساف ځواکونو نن په یوه خپره سوی خبرپانه کی لیکلی چی نن یې یو سرتیری دکندهار ولایت په سبین بولدک ولسوالۍ کی دیوې چاودني په ترڅ کی وژل سوی ولی سیمیزو افغان چارواکی په دی اړه تر دی دمه څه نه دی ویلی .
خو په سهيل کي دوسلوالوطالبانوياندقاري يوسف احمدي د تیری ورځی دپيښي مسؤليت پرغاړه اخيستى اووايي چي په ياده پېښه کي يې ۵ تنه امريکايي سرتيري وژلی اودری نور یې سخت ټپیان کړی .

Copyright Larawbar 2007-2024