برتانیه : موږ به ۳۰ ـ ۴۰ کاله په افغانستان کی پاته یو

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 18th, 2010


د انګلستان ډېلی مېل خپرونه لیکی چی د انګلستان د دفاع وزیر ( جنرال ډیویډ ریچرډز ) وویل چی ناټو به داسی پلان ترتیب کړی چی له مخی به یې زموږ پوځونه تر نورو ۳۰ – ۴۰ کالو پوری په افغانستان کی پاته سی تر څو د ده په وینا افغان وسلوال ځواکونه د طالبانو څخه وطن وساتلی سی . ده وویل چی په راتلونکو پنځو شپږو کالو کی به موږ د طالبانو سره جنګیږو او په دې موده کی به افغان وسلوال پوځونه تکړه کیږی او بیا به دا کارونه تدریجأ افغانانو ته سپارو .
خو جنرال ریچرډز دا هم وویل چی طالبان او القاعده په وچ زور نسی ماتېدای ځکه هغوی ټاکلی ځای او ټاکلی هېواد نلری . خو پوځی ماهرین د جنرال ریچرډز دغو ضد او نقیض څرګندونو او د هغو تړاو د انګریز ـ افغان د ترخې سابقې سره سره په حیرت کی اچولي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024