فرانسه : افغانستان یو دام دی
رویټر خبر ورکوی چی د فرانسې مخکني صدراعظم ( الن جوپی ) چی په نوې کابینه کی د دفاع وزیر ټاکل سوﺉ ، پرون وویل چی « افغانستان د ټولو هغو اړخونو لپاره چی پکښی دخیل دي ، یو دام دی . » ده وویل چی فرانسه به په ۲۰۱۲ کی تر جمهوری انتخاباتو پوری خپل پوځونه راوباسی . فرانسه په افغانستان کی ۳۵۰۰ پوځیان لری چی ۵۲ یې وژل سوي دي .
شنونکي په دې نظر دي چی فرانسې ته د بن لادن وروستي اخطار ښایی پاریس ځانته متوجه کړی وی .