کور / شعر / د عزير مانيروال ښکلى غزل

د عزير مانيروال ښکلى غزل

ګرانه ياره ستا لۀ مخه پۀ ما ګران دي
ګنې ستا د چم بې سره رقيبان دي

پۀ څو ورځو کښې ئې داسې مات رامات کړم
ستا غمونه پۀ ما ډېر پهلوانان دي

د مابڼه راوچتې شوې خورې شوې
خوشحالېږه دا وريځې د باران دي

شيخه ياره! ستا مازغۀ پرې نۀ چورلېږى
دا خبرې د وصال او د هجران دي

اداګانې ئې سندرې کړم شاعر يم
ګلاب مخى ټول زما پۀ سر خانان دي

کړمار زمونږ د مينې علامت دى
اسوده پرې شيربانو او يوسف خان دي

دا چې زۀ لۀ تا نه مينه وفا غواړم
دا زما خيالونه څومره لېونيان دي

خو چې چرته وطن پال او مينه وال دي
عزيز جانه دغه ټول زما ياران دي